تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کیم له وژنې وروسته مالیزیا له شمالي کوریا خپل استازی ور وباله
په مالیزیا کې د شمالي کوریا د مشر د میرزي(میرني ورور) کیم جونګ نام په وژل کېدلو پسې کولا لمپور له پیونګ یانګ خپل استازی ور وباله.
له دې پېښې وروسته د دواړو هېوادونو اړیکي خراب شوي دي.
کیم جونګ نام تېره اونۍ د ملایزیا پلازمېنې کولا لمپور هوايي ډګر کې په ناڅرګند ډول ووژل شو، خو پولیس باوري دي چې نوموړی الوتکې ته د انتظار پر مهال مسموم شوی دی.
د مالیزیا چارواکو د دغه هېواد لپاره د پیونګ یانګ استازی هم د وروستیو څرګندونو له امله بللی یا احضار کړی دی.
که څه هم ډېر شک کېږي چې شمالي کوریا د دې وژنې تر شا ده, خو په تړاو یې کره سندونه نشته او پیونګ یانګ هم تراوسه په دې تړاو رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
مګر د سوېلي کوریا چارواکو شمالي کوریا په دې وژنه تورنه کړې او د دوشنبې په ورځ یې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل، "دې ته په پام چې د کیم جونګ نام د وژنې په تړاو پنځه تورن کسان د شمالي کوریا وګړي دي، نو موږ باوري یو، چې د دغه هېواد رژیم په دغه پېښه کې لاس لري".
د مالیزیا پولیس وايي، د کیم جونګ نام د وژنې په تړاو یې دوه او د شمالي کوریا د نورو هغو څلورو وګړو په نیولو پسې دي چې د نوموړي په وژنه کې د لاس لرو شک پر کېږي.
د مالیزیا پولیس وايي، دا څلور واړه سړي دي او له ۳۰ تر ۵۰ کلونو عمر لري.
پولیس دا هم وايي، چې دغه کسان له مالیزیا وتلي.
د مالیزیا او شمالي کوریا ډيپلوماټیک درځ
مالیزیا د هغو څو هېوادونو له ډلې دی چې له شمالي کوریا سره ډیپلوماټیک اړیکي لري، خو وروستۍ وژنې دا اړیکي خړ پړ کړي.
تېره اونۍ مالیزیا د شمالي کوریا دا غوښتنه ونه منله چې له توشپلو(طبي معاینې) پرته د کیم جونګ نام مړی ور کړي.
په مالیزیا کې د پیونګ یانګ سفیر د دې چارې له امله کولا لمپور له "دښمنو ځواکونو" سره پر ګډه دسیسه تورن کړ او ویې ویل چې د یو څه پټولو هڅه کوي.
په ځواب کې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د نوموړي څرګندونې بې بنسټه وبللې او زیاته یې کړه چې د دغه هېواد په خاوره کې کېم وژل شوی او دا د دوی مسوولیت دی چې پلټنې وکړي.
باور دی چې د کېم جونګ نام کورنۍ په بېجینګ او مکاو کې اوسي.
د مالیزیا چارواکي وايي، که د نام نږدې خپلوان د نوموړي د مړي غوښتنه ونه کړي، نو د شمالي کوریا سفارت ته به یې وسپاري.
کېم جونګ نام د شمالي کوریا د پخواني مشر کېم جونګ اېل مشر زوی و، چې پر ۲۰۱۱ کال مړ شو.
نوموړی له هغه وروسته تر له کورنۍ ډېر بېل شو چې میرزی(میرنی ورور) یې د شمالي کوریا مشرۍ ته غوره شو.
نوموړی په ۲۰۰۰ کال جلا وطن شو او تر ډېره یې په چین، مکاو او سینګاپور کې ژوند کاوه.