تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندوستان ټایمز: د ټرمپ اداره په يوه نړېوال سرخوږي بدله شوې
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
هندوستان ټايمز:
دغې هندۍ ورځپاڼې يوه شننه خپره کړې چې وايي د ولسمشر ټرمپ اداره په يوه نړېواله سرخوږي بدله شوې.
ليکوال ښاغلى ټرمپ داسې يوه سوکوهونکي (بوکسر) ته ورته بولي چې تل انگېري گواکې لوبڅار يې د سيال پلوى دى.
مطلب کې راغلي چې د مايکل فلېن استعفا د ښاغلي ټرمپ پر ادارې لوى گوزار دى.
خو ليکوال زياتوي چې مهمه خبره د حکومتوالۍ په وړاندې د هغو وگړو نامسلکي چلند دى چې ولسمشر ټرمپ يې په خپله اداره کې پر دندو گوماري.
ليکوال لوى خطر د ولسمشر ټرمپ د ادارې له لوري بهرنيو اړيکو ته کم ارزښت ورکول بولي.
ليکوال وايي د ښاغلي ټرمپ د ملي امنيت شورا مشر استعفا څو ساعته وروسته له هغه مخې ته راغله چې امريکا ته د کاناډا د لومړي وزير سفر پاى وموند او د دغه استعفا خبر د کاناډا د لومړي وزير د سفر ټولې مثبتې خبرې تر خپل سيوري لاندې راوستې.
ليکوال همداراز وايي چې ولسمشر ټرمپ د خپلې واکمنۍ په دې لنډه موده کې وار له مخه ايران، چين او ان ونزوېلا را پارولي دي.
د ليکوال په باور د ولسمشر ټرمپ د ادارې ناټيکاومن فطرت نړېوال اندېښمنوي په تېره هغه هېوادونه او ټولنې چې له امريکا سره امنيتي اړيکي لري.
دې نيوز:
پاکستانۍ ورځپاڼه "دې نيوز" وايي پاکستاني ځواکونو د ډيورند کرښې افغان غاړه کې د مشکوکو اورپکو پټنځي په نښه کړي.
ورځپاڼې د پوځي سرچينو په وينا ويلي په دغو بريدونو کې د جماعت الاحرار څلور رورنځي ويجاړ شوي.
د ورځپاڼې په وينا، دا بريدونه څو ساعته وروسته له هغه تر سره شول چې افغان ډيپلوماتان په راولپنډۍ کې د پوځ مرکز ته ور وبلل شول او هغوى ته د ٧٦ مشکوکو اورپکو نوملړ وسپارل شو.
ورځپاڼه د پوځي سرچينو په وينا ليکي په بريد کې د جماعت الاحرار مرستيال مشر عادل باچا هم وژل شوى.
ورځپاڼې همداراز د پاکستان په لر او بر کې د اورپکو په وړاندې شويو عملياتو ته هم اشاره کړې.
واشنگټن پوست:
امريکايۍ واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د مونيخ په امنيت غونډه کې د ربړونې، روسيې، او مسلمانانو په تړاو د ولسمشر ټرمپ پر ليدلوري د جرمني دفاع وزيرې سختو نيوکو ته کتنه کړې.
د مونيخ په غونډه کې د جرمني دفاع وزيرې "يورزو لفن درلاين" د امريکايي لوړ پوړيو چارواکو په حضور کې ويلي "روسيې سره د باور وړ گډې اوسېدنې لارې چارې بايد وموندل شي، نه دا چې د دوه اړخيزو اړيکو لپاره له خپلو ملگرو تېر شو."
د جرمني دفاع وزيرې د ناټو د ټينگې دفاع ترڅنگ وويل بايد احتياط وشي چې دا مبارزه د اسلام او يا مسلمانانو پر وړاندې په جگړه بدله نشي. د اغلې درلاين په وينا گني د هغو زمينو د پراخېدو خطر شته چې ترهگرۍ لپاره لار پرانيزي.
خو ورځپاڼه د امريکا د دفاع وزير وروستيو څرگندونو ته هم اشاره کوي چې په وينا يې د ښاغلي ټرمپ له اندونو واټن لري.