بغداد کې د "اسلامي دولت" ډلې برید ۱۸ عراقیان وژلي

د عراق امنیتي سرچینې وايي، د پلازمېنې بغداد شمال ختیځ شیعه مېشتي صدر ښار کې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې موټربم برید لږترلږه ۱۸ عراقیان وژلي او ۴۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د برید پړه "اسلامي دولت" ډلې منلې ده.

د عراق د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، دا برید د بغداد ختیځ الحبیبیة کلي د موټرو د خرڅلاو په یوه سیمه کې شوی.

دا برید د بغداد په سوېل کې له یوه ورته بل موټربم برید وروسته شوی، چې لږترلږه څلور کسان پکې وژل شوي وو.

د تېرې جنورۍ پر دویمه صدر ښار کې د "اسلامي دولت" ډلې یوه بل ورته برید لږترلږه ۳۵ کسان وژلي وو.

د سږ کال لومړیو کې بغداد د یو شمېر خونړیو بریدونو شاهد و، خو بیا وروسته بریدونه پکې کم شول.

"اسلامي دولت" ډلې پلازمېنه بغداد او نورو عراقي ښارونو کې خونړي بریدونه کړي.

دغې ډلې وروسته تر هغه خپل بریدونه ډېر کړل، چې پرضد یې عراقي پوځ پراخ عملیات پیل کړل چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال پوځي ایتلاف د الوتکو ملاتړ هم ورسره و.

ددغو عملیاتو موخه د عراق شمالي موصل ښار د داعش له ولکې ایستل وو.

په تېرو څو ورځو کې بغداد د پولیسو او د صدر د ملاتړو لاریونیانو ترمنځ د اړودوړ شاهد و.

د شعیه مذهبي مشر مقتدی الصدر پلویانو د ټاکنو څارنیز کمیسیون کې د بدلونونو راتلو غوښتنه کوله، چې لاریونونه یې وروسته په تاوتریخوالي واوښتل چې لږترلږه شپږ کسان پکې ووژل شول.