د موصل عملیات: عراق کې 'ډله ییز قبر' موندل شوی

د عراق دولتي ځواکونو د موصل پر لور خپل پرمختګ کې یو بل ځای موندلی چې ګومان کېږي "ډله ییز قبر" وي.

دا سیمه د موصل په سوېل کې د تل الذهب کلي ته څېرمه دی چې وړاندې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې تر ولکې لاندې و.

عراقي ځواکونو دا پرېښوول شوې سیمه خبریالانو ته ښوولې ده. د راپورونو له مخې، د هډوکو ټوټې او د ګولیو پوچکې په ځمکه کې لیدل شوي دي او همداراز په سیمه کې بوی هم حس کېږي.

د سیمې خلک ګومان کوي چې نژدې ۴۰ کسان چې د داعش لخوا اسیر شوي سرتېري به وي په دغه سیمه کې وژل شوي او ښخ شوي دی.

لا هم د یوه بل ډله ییز قبر په اړه څېړنې روانې دي چې نژدې ۱۰ ورځې وړاندې موصل او د حمام العلیل ښار ته څېرمه موندل شوی.

امنیتي چارواکو اعلان کړی چې ښایي په دغه ځای کې نژدې ۳۰۰ مړي ښخ شوي وي. د ډېرو جسدونو سرونه غوڅ شوي و.