تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د موصل عملیات: 'عراقي ځواکونو' کلیوال وربړول او ویې وژل
د بخښنې نړیوال سازمان وایي؛ داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د عراق فدرال پولیسو په یونیفورم کې ځینو کسانو د موصل ښار په سوېل کې د پرتو کلیو اوسېدونکي ربړولي او وژلي دي.
ددغې ډلې لخوا راټول شوي شواهد ښيي چې د قیاره او شوره سیمو تر شپږ اوسېدونکي له نیول کېدو وروسته له اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې سره د اړیکې په تور په ډزو وژل شوي دي.
عراقي چارواکو لا په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.
دولتي ځواکونه او د هغوی ملګرو تېره میاشت د موصل ښار ازادولو لپاره چې عراق کې د داعش وروستی مهم ښاري مرکز دی، عملیات پیل کړ.
نژدې ۵۰ زره سرتېري، امنیتي مامورین، پولیس، کردي پېشمرګه جنګیالي، د سني قبیلو وسله وال کسان او شیعه وسله وال په دغو عملیاتو کې برخه لري.
د داعش له شاته تګ سره د بخښنې نړیوال سازمان څېړونکو له هغو سیمو چې ویل کېږي د ناقانونه اعدامونه ځایونه و، لیدنه وکړه. داعش اورپکو سلګونه ښځې، ماشومان او بوډاګان ظاهرا د انساني سپر په توګه له ځان سره وړي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، نژدې ۱۰ سړي او یو ۱۶ کلن هلک د اکتوبر په ۲۱مه د داعش له لخوا له اجباري لېږدولو کېدو نه تر تېښتې وروسته د سړیو یوې وړې ډلې ته چې د پولیسو جامې یې پر تن وې ځانونه وسپارل.
وروسته کومکي سرتېري ورسېدل او دا کسان یې د قیاره او شوره ترمنځ صحرایي سیمې ته یوړل.
ادعا کېږي چې د پولیسو په جامو کې کسانو دغه ډله په کیبل او د وسلې پر قنداق ووهله، د هغوی ږیرې یې وشکولې او د یوه ږیره یې په اور وسوځوله.
وروسته له دې ډلې درې کسان بېل کړای شول، بې رحمانه ووهل شول او په ډزو ووژل شول. د هغوی جسدونه پنځه ورځې وروسته هماغه سیمه کې وموندل شول.
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، د څلورم سړي مړی هم شاوخوا یوه اونۍ وروسته په همغه سیمه کې پیدا شو.
د اکتوبر په ۲۱مه هم د یوه بل ځوان سړي مړی چې په ډزو وژل شوی و، وموندل شو. د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، شپږم سړی په داسې حال کې په ډزو ووژل شو چې د پولیسو په جامو کې امنیتي ځواکونو پر لور یې منډې وهلې. هغه خپل کمیس پورته کړی و چې وښيي بم ورسره نشته.
بیروت کې د بخښنې نړیوال سازمان یوه چارواکي لین مالوف وویل؛ "کله چې د موصل عملیات پیل شو، لومړي وزیر حید عبادي څرګنده کړه چې د وسله والو ځواکونو او د هغوی د ملګرو سرغړونې به ونه زغمل شي. اوس ددې وخت دی چې هغه خپلې خبرې ثابتې کړي."