تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کلیفورنیا کې د اوروویل بند نړېدو وېره، له خلکو غوښتل شوي له سیمې ووځي
د کلیفورنیا په شمال کې چارواکو له ۱۸۰ زره کسانو غوښتي چې په دغه سیمه کې د یوه بند د نړېدو له وېرې له خپلو کورونو ووځي.
د راپورونو له مخې؛ په سیمه کې شدید اورښتونه لامل شوي چې د امریکا ددغه ترټولو لوړ بند خوندیتوب له خطر سره مخ شي.
د مسوولو چارواکو په وینا، هره شيبه ددي احتمال شته چي د "اوروویل بند" ساتونکي او اضطراري دیوالونه ونړېږي او اوبه ښارونو ته مخه کړي.
هغوی ویلي؛ د سیمې اوسېدونکو ته یې خبرداری ورکړی چې ژر ترژره له سیمې ځانونه وباسي.
د دغه بند د شاوخوا لارې د موټرو له سختې ګڼې ګوڼې سره مخ دي چې خلک پرې هڅه کوي ځانونه وباسي.
د بند له شا د اوبو زېرمې د کچې کمولو عملیات روان دي.
له څو کلونو وچکالۍ وروسته، اوس د اورښتونو او واورې وروسته د سیمې د اوبو په سرچینو او مخزنونو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده.
د اوروویل بند د ۵۰ کلن تاریخ په اوږدو کې دا لومړی ځل دی چې په دغه بند کې بیړنۍ حالت اعلان شوی دی.