تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دان: "د حکمتیار راتګ طالبان سولې ته هڅولی شي"
ډان
پاکستانۍ ورځپاڼې "ډان" د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړه او کابل ته د ګلبدین حکمتیار د ورتګ په اړه په یوه مطلب کې لیکلی، چې له دولت سره د هغه یو ځای کېدل ښايي طالبان هم له افغان دولت سره د سولې په ورته بهیر کې شاملېدو ته وهڅوي.
لیکوال زیاتوي، دواړې ډلې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له موجودیت سره په مخالفت کې ورته والی لري، خو ترمنځ یې نو ډېر توپيرونه شته دي.
د ورځپاڼې په مطلب کې هغه نظر ته هم اشاره شوې چې وايي ښايي کابل ته د حکمتیار په ورتګ سره وضعیت پېچلی شي.
نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ډونلډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ د اړیکو په اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې د دوی دواړو ترمنځ اړیکي د لوېدیځو هېوادونو لپاره د اندېښنې او حیرانتیا وړ دي.
ورځپاڼې تېره اونۍ د ښاغلي ټرمپ د یوې مرکې هغې برخې ته اشاره کړې چې ویلي یې وو، دی ولادیمیر پوتین ته درناوی لري او د ده په وینا ښه خبره دا ده چې له روسیې سره ګډ کار وشي، پر ځای د دې چې امریکا ځان ورڅخه لرې کړي.
ورځپاڼه زیاتوي چې د ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې چې د ورځپاڼې په مطلب کې غوړه مالي بلل شوې، په کانګرس کې د جمهوریتپالو او دیموکراتانو لپاره د منلو وړ نه وه.
ورځپاڼې د یوه دیموکرات سناتو خبرو ته اشاره کړې چې وايي ایف بي ای يا د فډرالي څېړنو اداره دې د روسیې له ولسمشر سره د ښاغلي پوتین د مالي او شخصي اړیکو په اړه څېړنې وکړي چې معلومه کړې ایا روسیې رښتیا هم د ټرمپ په اړه داسې اسناد را ټول کړي چې دی یې په ډاګه کولو وګواښي او دی اړ شي چې د روسیې غوښتنې ومني، یا په اصطلاح ښاغلی ټرمپ یې "بلک مېل" کړی او که نه.
واشنګټن پوسټ
واشګنټن پوسټ د امریکا د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ د هغې قضیې په اړه یو مطلب خپور کړی چې په ترڅ کې یې مېرمن ټرمپ له "ډیلې میل" بریتانوۍ ورځپاڼې څخه د ۱۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو تاوان غوښتنه کړې.
میرمن ټرمپ شکایت کړی چې کله څو کاله وړاندې "ډیلي میل" خبر خپور کړ چې ګواکې مېرمن ټرمپ په سکورټ سرویس کې کار کاوه، نو دې خبر خپرولو دې ته میلیونونه ډالره زیان رسولی.
ځکه دا وايي غوښتل یې د جامو او د سینګار د توکو یو شرکت پرانیزي او د دغه خبر په خپرېدلو سره یې لوی قراردادونه له لاسه ورکړل او دې ته یې مالي زیان اړولی.