تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د سوریې په یوه بند کې تر ۱۳ زرو کسان اعدام شوي"
د بښنې نړیواله اداره وایي، ممکن تر ۱۳ زرو پورې کسان چې ډېری یې ولسي وګړي او د مخالفانو پلویان وو د سوریې په یوه بند کې پټ اعدام شوي وي.
دا ډله په خپل تازه رپوټ کې ادعا کوي، چې د ۲۰۱۱ له سپټمبر د ۲۰۱۵ تر ډيسمبر پورې د سوریې په صیدنایا بند کې هره اونۍ ډله ییز اعدام شوی دی.
پر دې سربېره دا ډله وايي، داسې دلیل نه لري چې له ۲۰۱۵ کال وروسته دې هم دغه اعدام بند شوی وي.
دا اداره وایي، دا اعدام د سوریې د واکمنۍ د خورا لوړو چارواکو په اجازه شوی دی.
د سوریې حکومت په تېر کې د بندیانو د وژلو یا ور سره د ناوړه چلند رپوټونه درواغ بللي دي.
د انسانی حقونو کارپوهانو یو کال مخکې ویلي وو، چې د عیني شاهدانو کیسې او مستند شواهد د لسګونو زرو کسانو د نیولو او " له پراخې وژنې" پرده پورته کوي.
د بښنې نړیوالې ادارې په تازه رپوټ کې د پخوانیو بندساتو(بند ساتونکو)، بندیانو او د بندونو د چارواکو په ګډون له ۸۴ کسانو سره خبرې کړې دي.
دا ډله وایي، چې هره اونۍ او تر ډېره په اونۍ کې دوه ځلې د دمشق شمال ته په دې بند کې د ۲۰ یا ۵۰ بندیانو ډلې پټې وژل شوې دي.
په رپوټ کې راغلي، چې بندیان له اعدام مخکې د دمشق د قابون سیمې "ډاکي یا صحرايي پوځي محکمې" ته لېږدول شوي ترڅو په هغو محاکمو کې ګډون وکړي چې له یوې تر درې دقیقو ډېرې نه اوږدېدلې.
د بښنې نړیواله اداره د دې پوځي محکمې د یوه پخواني قاضي له خولې وایي، محکمې له نیولیو کسانو د هغو جرایمو پوښتنې کولې، چې دا کسان یې پر تورن و.
"که ځواب یې هو و یا نه محکومېدل ... دغه محکمه د قانون له حاکمیت سره تړاو نه لري".
د دې رپوټ له مخې، د اعدام په ورځ بندیانو ته ویل کېدل، چې یوه ولسي بند ته لېږدول کېږي او له هغه وروسته یې د زندان په ځمکتل(زېرزمیني) کې کوچنیو خونو ته بوول او د دوو یا یو ساعت لپاره یې په دبیو یا سوټیو وهل.
له نیمې شپې وروسته یې سترګې تړل کېدلې، د بند بلې برخې ته لېږدول کېدل. هلته پر دار له ځړول کېدلو څو دقیقې مخکې ورته ویل کېدل، چې اعدامېږي.
ادعا شوې چې د دې کسانو مړي د ثبتولو لپاره په لاریو کې تېشرین پوځې روغتون ته لېږدول کېدل او بیا په پوځي ځمکو کې په ډله ییزو قبرونو کې ښخېدل.
د بښنې نړیواله اداره د شاهدانو له خولې اټکل کوي، چې له ۵ تر ۱۳ زرو دا ډول کسان په تېرو پنځو کلونو کې یواځې په صیدنایا بند کې اعدام شوي دي.
که څه هم دا اداره د ۲۰۱۵ کال له ډیسمبر راهیسې د اعدام پېښېدلو شواهد نه لري، خو وایي، داسې دلیل هم نشته چې دا اعدام دې بند شوی وي او ممکن په زرګونو نور کسان هم په دغه ډول وژل شوي وي.
د بښنې نړیواله اداره دا اعدام جنګي او د انسان ضد جنایت بولی.
دا ډله وایي، د اعدام حکم باید لوی مفتي، دفاع وزیر یا د پوځ لوی درستیز ور کړی وي، چې د سوریې د ولسمشر بشار اساد استازي دي.
دا ډله وایي د جنورۍ په لومړیو کې یې د دې اعدام په هکله د سوریې له حکومت سره تماس ونیو، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.
دې ادارې په تېر اګسټ کې هم اټکل وکړ چې د ۲۰۱۳ کال له مارچ د ۲۰۱۵ کال تر ډیسمبر پورې ۱۷ زره ۷۲۳ کسانو د شکنجې او اوبو او خوړو او روغتیايي څار د نښتوالي له امله په سوریه کې خپل ژوند له لاسه ور کړل دی.
دا شمېر اعدام په هغه اعدام کې نه راځي چې دې ډلې په تازه رپوټ کې راوړی دی.