له حلب نه د ولسي کسانو ایستلو وروستی پړاو

د نړیوال سره صلیب چارواکي وايي، تر پنجشنبې یا جمعې پورې به د سوریې حلب ښار له هغو سیمو د ولسي خلکو ایستلو لړۍ بشپړه شي، چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي.

تمه کېږي، چې په حلب کې د پاتې ملکي خلکو ایستلو لپاره به لسګونه بسونه سیمې ته واستول شي.

په حلب کې زرګونه کسان اوس هم له ښاره د وتلو په تمه دي.

د سره صلیب چارواکي وايي، له هغه اوربند راهیسې، چې اته ورځې مخکې پیل شو، تر اوسه پورې له حلب نه ۳۴۰۰۰ کسان وتلي دي.

د سره سلیب نړیوالې کمېټې ' ای سي ار سي ' ویاندې انګې سیډکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

له حلب ښاره به د ملکي خلکو ایستلو لړۍ د پنجشنبې او ښايي د جمعې پر ورځ هم دوام وکړي. بل لور ته د سوریې حکومت مخالفانو ' احرار الشام ' ډلې ویاند احمد کارا علي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، حلب کې اوس هم ګڼ شمېر ملکي کسان شته.

سوریې کې د ملکي خلکو ایستلو عملیاتو کې یوه فعال ډاکټر اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې له خان العسل نومي کلي نه چې د یاغیانو په ولکې کې دی، لږ تر لږه ۴۰۰ شخصي ګاډو کې ملکي خلک حلب ته رسېدلي دي.

د ای سي ار سي ویاندې په خبره د ګاډو دغه کاروان کې ۴۰۰۰ کسان شامل دي. نوموړې زیاته کړه:

د خراب موسم، درنې واورې او موټرونو ناسم وضعیت معنی دا ده، چې د ملکي کسانو ایستلو لړۍ د تمې خلاف سوکه روانه ده.