تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د حلب ختیځې څنډې تشولو لپاره نوې هوکړه شوې'
د سوریې مخالفین وایي؛ د حلب ختیځ کې د اورپکو تر کنټرول لاندې سیمې د وروستو برخو تشولو لپاره د پخوانۍ هوکړې تر ماتېدو یوه ورځ وروسته نوې هوکړه ترلاسه شوې ده.
ټاکل شوې وه د بشار اسد مخالف اورپکي او ولسي وګړي د چهارشنبې په لومړیو کې له ښاره ووځي، خو اوربند مات شو.
اورپکو ډلو د چهارشنبې ورځې په وروستیو کې وویل؛ راتلونکو ساعتونو کې به دغه سیمې تشې شي.
خو روسیه چې د پخوانۍ هوکړې رامنځته کېدو کې یې مرسته کړې وه په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
د لبنان حزب الله یوې رسنۍ چې د بشار اسد له دولت نه ملاتړ کوي وویل؛ مذاکره کې "لوی خنډونه" شته او تراوسه پایلې ته نه ده رسېدلې.
ساعت وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر وویل؛ د حلب پاتې برخو بمبارول چې د اورپکو په لاس کې دي، ښایي جنګي جنایت وي.
ملګرو ملتونو وویل؛ "له خلکو ډکو" سیمو باندې د سوریې دولت او د هغه د ملاتړو هوایي بریدونه په ډېر احتمال د بین المللي قوانیو ترپښو لاندې کول دي.
د سه شبنې ورځې اوربند وروسته د چهارشنبې په ورځ تاوتریخوالی بیا پیل شو.
زید رعد حسین د بشري حقونو عالي کمیشنر وویل؛ د سوریې دولت "د ولسي وګړو د امنیت ساتنې لپاره څرګند مسوولیت لري."
ورته وخت کې بي بي سي موندلې چې غربي ځواکونو د سپوږمکیو او بې پیلوټه الوتکو له لارې په حلب او د سوریې نورو سیمو کې د جنګي جنایتونو را د شواهد راټولولو په حال کې دي.
خبري اژانسونو راپور ورکړی چې نوی اوربند د چهارشنبې ورځې په وروستیو ساعتونو کې پلی کېږي او ددې سیمو تخلیه د پنجشنبې په سهار پیلېږي.
د تخلیې د پخوانیو طرحو پر بنسټ چې د روسیې او ترکیې په مرسته ترلاسه شوی و، ټاکل شوې وه د حلب ختیځه څنډه کې د اورپکو تر کنټرول لاندې سیمو نه اورپکي او ولسي وګړي د سوریې شمال ته لاړ شي.
جګړې د سه شنبې ورځې په وروستیو ساعتونو کې پایته ورسېدې، خو ددې سیمو تشول چې ټاکل شوې وه له پنجشنبې پیل شي ترسره نشوه او بسونه تش بېرته وګرځېدل.
د پخوانۍ هوکړې ماتېدل د سوریې دولت غوښتنو ته نسبت ورکول کېږي.
د روسیې په ملاتړ د دولتي ځواکونو بې وقفې هوایي بریدونو سره په دغه ښار کې روغتیایي بنسټونه وران شوي.
د محمد خطیب په نوم یوه فعال فرانس پرس اژانس ته ویلي؛ "ټپیان او مړي پر سړکونو پراته دي. هېڅوک زړه نه کوي چې مړي راټول کړي."
څرګنده نه ده چې تر محاصرې لاندې سیمو کې څومره خلک پاتې دي، خو د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډیمسټورا ۵۰ زره کسان اټکل کړل.