تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ د مسافرو د بندیز له ماتې خوړلو وروسته د 'دقیقې تلاشۍ' امر کړی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د کورني امنیت وزارت ته یې امریکا ته د داخلېدونکو مسافرو د دقیقې تلاشۍ امر کړی. نوموړي دا امر د محکمې د یوه قاضي له خوا د اوو هېوادونو د وګړو د سفر مخنیوي ردولو په غبرګون کې کړی.
ټرمپ ویلي "محکمې چې زموږ امر رد کړی، نو زموږ پولې به نورې خوندي نه وي" او امر ردوونکی قاضي یې تورن کړی چې ګني "هېواد یې په خطر کې اچولی".
دی وايي، که هره ناوړه پېښه وشي، ملامتیا به یې پر قاضي او قضايي سیستم اچول کېږي.
خو ټرمپ ونه ویل چې هېواد به یې له کوم ډول ممکنه خطرونو سره مخامخ شي.
د امریکا دوو ایالتونو د ټرمپ امر ناقانونه بللی دی.
د ټرمپ مرستیال مایک پېنس له "ان بي سي" تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، "د امریکا ولسمشر د حکومت پر هرې ادارې د نیوکې حق لري."
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، ولسمشر ټرمپ دا حق لري چې امریکا ته څوک باید ننوځي او څوک نه.
د ټرمپ د کډوالو بندیز کې اووه هېوادونه شامل دي. امریکايي وکیلانو د ټرمپ دا امر "ناقانونه او له تعصب ډک بللی دی."
د واشنګټن ایالت سیاټل کې محکمې د عدلیې وزارت پرضد یو حکم وکړ.
د ټرمپ له امر وروسته امریکا او نورو هېوادونو کې د هغه پروړاندې مظاهرې وشوې او د امریکا ګڼو هوايي ډګرونو کې ګډوډۍ رامنځ ته شوې.
د یکشنبې په ورځ، واشنګټن، میامي او نورو امریکايي ښارونو کې لاریونونه وشول، خو ځینې اروپايي پلازمېنې هم د ټرمپ ضد لاریونونو شاهدې وې.
لندن کې زرګونه کسان واټونو ته راووتل، پاریس، لندن، برلیک، سټوکهولم او بارسلونا کې هم ورته مظاهرې وشوې.
د ټرمپ ملاتړو هم امریکا کې د مظاهرو پرضد لاریونونه وکړل.
د ټرمپ له اجراییوي فرمان صادرېدا وروسته نژدې ۶۰ زره وېزې لغوه کړل شوې.
د ټرمپ په امر کې د عراق، سوریې، ایران، سومالیا، سودان، یمن او لیبیا پر وګړو د ۹۰ ورځو لپاره امریکا ته د سفر بندیز لګول شوی و.
همدارنګه، د ۱۲۰ ورځو لپاره امریکا ته د کډوالو د ورتګ او منلو پروګرام هم ځنډول شوی و او امریکا ته د سوریايي کډوالو د ورتلو بندیز هم تر نامحدود وخت پورې لګول شوی و.