'هله به د ښځې په شان کالي واغوندم چې ته ولسمشر غوندې چلند وکړې'

    • Author, روزینا سینی
    • دنده, بی‌بی‌سی

کله چې د ډونلډ ټرمپ د کارکوونکو پر سر او وضعې غږېږو، داسې ښکاري چې معیار یې لوړ دی. ظاهراً د ټرمپ شاوخوا کړۍ کې باید هغسې کالي واغوندئ چې ستاسې د کار له څرنګوالي سره اړخ ولګوي.

ناتایید شوي راپورونه وايي ښاغلي ټرمپ ټاکلي چې "ښځې باید د ښځو په شان کالي واغوندي". دا خبره ټولنیزو شبکو کې له ګڼو غبرګونو سره مخ شوې ده.

د ټرمپ د کمپاین د یوه پخواني کارکوونکي په وینا چې د اکسیو یوه راپور کې خپور شوی، ښاغلي ټرمپ ده ته کارکوونکو سړیو ته ویلي چې نکټايي وتړي او ښځو ته یې ویلي چې "مناسب" کالي واغوندي.

دغه راپور کې راغلي چې ښځینه کمیس لومړیتوب لري، خو که یوه ښځینه کارکوونکې جین پتلون اغوندي نو باید "سمه او منظمه" ښکاره شي.

د انټرنټ ډېرو کاروونکو د #DressLikeAWoman هشتګ په کارولو کلک غبرګون ښودلی دی.

د ښځو په اړه "له ترټلو ډکې" څرګندونې

د امریکا باسټن ایالت کې د پولیسو افسرې الیزابت روني چې په پوځ کې یې هم خدمت کړی په یونیفورم کې خپل عکس خپور کړی.

هغې بي بي سي ته وویل: "هله به د ښځې په شان کالي واغوندم چې دی د ولسمشر په شان چلند وکړي. زه فکر کوم د ده دا څرګندونې چې 'یوه ښځه باید د ښځې په شان کالي واغوندي' ښځې ځپونکې دي او د ولسمشرۍ د اصولو خلاف دي".

دا وايي: "زه چې هره ورځ له خوبه راپاڅېږم د ویاړ، شرافت، وظیفه پېژندنې او آزادۍ کالي اغوندم".

د جمعې له پیله تر اوسه پر دې هشټګ تر ۱۳۰ زرو ډېر ټویټونه شوي دي.

له دغه هشټګ سره یو له تر ټولو لومړنیو عکسونو چې@NJGirlSEliza ټویټ کړی و او پوځي کالي یې پر ځان ول تر ۲۰،۰۰۰ ځلو ډېر بیاټویټ شوي ول.

نورو بیا د ځان او یا هم د نورو مېرمنو د الهام بخښونکو عسکونو په استولو چې د کار کالي پر ځان ول دغو اعتراضونو ته دوام ورکړ.

ډاکترې ربېکا الین د جراحۍ عملیاتو په خونه کې اخیستل شوی استولی دی. هغې بي بي سي ته وویل: "زه پر ټولنیزو شبکو د یوې بدلوونکې وسیلې په توګه باور لرم او یو انځور د منظور د رسولو وسیله کېدی شي. ما ډېر مثبت غبرګونونه ترلاسه کړي، یوازې یو یا دوه پکې منفي ول".

ډاکتره الین وايي:"زه غواړم ښځې هرځای د خپلو وړتیاوو پر بنسټ وارزولې شي، نه دا چې څه یې پر ځان دي".

هممهاله ځینو د ښځینه او نارینه معیار سره د سمو کالیو د اغوستلو له وړاندیزه ملاتړ کړی دی، خو داسې ښکاري چې د نظرونو لویه برخه د دغو څرګندونو پر ضد وه چې تر اوسه یې ښاغلي ټرمپ ته رښتونی تړاو نه تایید شوی.