تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا دفاع وزیر: ایران 'نړۍ کې د ترهګرۍ لوی تمویلوونکی دی'
د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس ویلي، ایران 'په ګرده نړۍ کې د ترهګرۍ لوی تمویلوونکی دی'. نوموړي دا څرګندونې د ایران او امریکا د اړیکو د ترینګلتیا ډېرېدو پرمهال کړې دي.
د مټیس دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه په ډاګه شوې، چې امریکا پر ایران د بالیستيک توغندیو د ازموینې له کبله بندیزونه ولګول.
مټیس ویلي، له ایران سره د همکارۍ په پار په منځني ختيځ کې د امریکا د پوځي حضور پیاوړي کولو اړتیا نه شته.
د ویلو ده چې ایران پوځي مانورې پیل کړې دي، د دغه هېواد انقلابي ګارد ویلي، هدف یې د ایران د ځواک او د بندیزونو د ردولو لپاره غبرګون ښودل دي.
ایران په کور د ننه جوړ شوي توغندي وازمویل.
یوه جګپوړي قومندان ویلي، که ایران د خطر احساس وکړي، نو خپل دښمن ته د توغندیو په ویشتلو ځواب ورکولای شي.
امیر علي حاجي زاده زیاتوي: "موږ شپه او ورځ د ایران د ولس د خوندیتوب لپاره کار کوو."
"له اور سره لوبې"
امریکايي چارواکو ویلي، پر ایران د بندیزونو لګولو موخه په اصل کې د هغو ۱۳ کسانو او ۱۲ شرکتونو په نخښه کول دي، چې د تېرې یکشنبې په ورځ یې د بالیستیک توغنديو ازموینه وکړه.
دا د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال د ایران پرضد د امریکا لومړي بندیزونه دي، خو ګواښ یې کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت پروړاندې به لا نور جدي ګامونه واخلي.
مټیس جاپان کې خبریالانو ته ویلي "په لبنان، سوریه، بحرین او یمن کې د ایران د ناسمو کړنو شاهدان یو او موږ باید له دغه ډول کړو وړو سره په حد کې ودرېږو"
ایران دا ردوي چې ګني د توغندیو په ازمویلو سره یې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او نړیوال تړون سرغړاوی کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي، ایران د امریکا د بندیزونو پروا نه لري "د هېچا پرضد موږ د جګړې لپاره وسله نه راوباسو، خو باید د خپل ځان د دفاع پخاطر پر خپل توان باوري شو."