تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پولیس: د کاناډا پر مسجد محصل بریدګر په قتل تورن شوی
د کاناډا پولیسو ویلي، هغه فرانسوی نیول شوی محصل یې د شپږو کسانو په قتل تورن کړی، چې د یکشنبې پر ماښام یې د کبک جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې او شپږ کسان یې ووژل.
پر ۲۷ کلن فرانسوي - کاناډایي محصل الکسندر بیسونیټ د قتل لومړۍ درجه تور لګول شوی، چې په جومات کې یې پر مسلمانانو ډزې کړې دي.
په ډزو کې ۱۹ کسان ټپیان شوي هم دي.
پولیسو پر الکسندر د قتل ۶ تورونه پورې کړي، خو سربېره پر دې د قتل د هڅې ۵ تورونه هم پرې لګول شوي.
په پام کې ده چې تورن به د کبک محکمې ته حاضر کړل شي.
په برید کې پنځه ټپیان لاهم روغتون کې تر درملنې لاندې دي او ۱۲ کسان بیا لږ لږ ټپیان شوي وو او له سرسري درملنې وروسته رخصت شوي دي.
سي بي ایس تلوېزین ویلي، بیسونیټ لافال پوهنتون کې سیاسي علوم لولي. دا پوهنتون له جومات نه نژدې ۳ کیلومتره لیرې دی.
پولیسو له برید وروسته د محمد خضیر په نوم یو مراکش الاصله ځوان نیولی، خو وروسته یې وویل چې دا عیني شاهد و.
تر اوسه د برید انګیزه نه ده معلومه شوې.
سي بي ایس ویلي "۳۹ کسان له یاد اسلامي کلتوري مرکز نه د برید پرمهال - چې د ماښام د لمانځه وخت و، تښتېدلي دي".
د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د عبادت په یوه مرکز کې موږ پر مسلمانانو دغه ترهګریز برید غندو. "
په خبرپاڼه کې راغلي: "کاناډايي مسلمانان زموږ د ملي یووالي مهمه برخه جوړوي، زموږ په ټولنه، ښارونو او هېواد کې دغه ډول کارونو ته ځای نه شته."
غندنې
په مصر کې ازهر د کاناډا کبک پر اسلامي مرکز او جومات برید غندلی او د مسلمانانو پروړاندې یې د دښمنانه کړنو د ډېرېدا په اړه اندېښنه ښودلې.
ازهر وايي، وروستیو کلونو کې د مسلمانانو پرضد ناوړه اعمال ډېر شوي دي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت هم د ترهګرۍ ضد نړیوالې همکارۍ د پیاوړي کولو غوښتنه کړې او د وژل شویو له کورنیو سره یې غمشریکي وړاندې کړې ده.
د اردن پاچا دویم عبدالله د کاناډا لومړي وزیر ته تر برید وروسته په لیک کې "دا ناوړه ترهګریز برید" غندلی دی.
د کاناډا لومړي وزیر له برید وړاندې د ټرمپ د کډوالۍ د بندیز له فرمان وروسته د مسلمانانو او کډوالو د منلو ژمنه کړې ده.