تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کویت د واکمنې کورنۍ د غړي په ګډون ۷ کسان اعدام کړي
د کویت چارواکو د چارشنبې په ورځ ۷ کسان اعدام کړي چې یو پکې د واکمنې کورنۍ غړی هم دی. دا کسان د قصدي قتل په جرم اعدام شوي.
تورن کسان، چې ۳ یې ښځې وې، د ۴۰ کسانو د وژلو په تور نیول شوي او اعدام شول.
دا له ۲۰۱۳ کال راهیسې په کویت کې د اعدام لومړۍ پېښه ده.
د کویت "کونا" په نامه خبري اژانس ویلي، په اعدام شویو کې یو د بنګله دېش وګړی، یوه فلپینۍ ښځه، یو د ایتیوپیا، دوه د کویت او دوه د مصر دي.
د یاد بنسټ په وینا، په اعدام شویو کې د واکمنې کورنۍ یو غړی فیصل عبدالله الجابر الصباح هم دی، چې په قصدي وژنې تورن او د ناقانونه وسلو او د وسلو د زېرمو لرلو په تور نیول شوی و.
خو دویمه کویتۍ ښځه، چې نصره العنزي نومېده، هم د قصدي قتل په تور اعدام شوې. د هغې د اعدام په اړه په ۲۰۱۰ کال کې حکم شوی و.
پر نوموړې تور دی چې د خپل مېړه د دویم واده پرمهال اور ورته کړی چې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون تر ۴۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.
د فلپین جاکاتیا پاوا بیا د خپل بادار د لور د قتل په تور نیول شوې وه. د هغې ورور ګاري پاوا چې د فلپین مرستیال پیلوټ هم دی، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، خور یې د چارشنبې په ورځ تیلیفون ورته وکړ او په ژړا یې ورته وویل چې د اعدام حکم ورباندې شوی، خو ورور یې باید د دوو ماشومانو پالنه وکړي.
فلپین د ولسمشر ویاند ارنستتو ابیلا ویلي، د هغې د ژوند ژغورلو لپاره ټولې هڅې وشوې، دیپلوماتیک تماسونه ونیول شول او د زړه سوي غوښتنه هم وشوه.
امیر ته سپکاوی
بل خوا په کویت کې استیناف محکمې د چارشنبې په ورځ، د واکمنې کورنۍ د یوه غړي په حق کې د درو کلونو بند حکم کړی. پر هغه ځکه د بند حکم شوی چې امیر او د واکمنې کورنۍ ځینو نورو غړو ته یې سپکاوی کړی و.