تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ تر ټولو د لوړې غرڅوکې ماونټ ایورسټ بیا کچلو پرېکړه
سروې اف انډیا اعلان کړی، نېپال کې به د دوه کاله مخکې زلزلې له کبله د ماونټ اېورسټ څوکې لوړوالي کې د کوم ممکن بدلون معلومولو لپاره یو ځل بیا د دغې څوکې لوړوالي معلومولو چاره تر سره کړي.
د سروې مشر جنرال سورنا سوابا راو په خبره د دغې چارې لپاره راتلونکو دوو میاشتو کې د کارپوهانو یوه ډله د چین او نېپال پر پوله دغې پرتې څوکې ته واستوي.
نيپال کې دوه کاله مخکې د ریکټر په کچه اووه اعشاریه اته درجې زلزله وشوه. اوس ځینې ماهرین فکر کوي، د دغې زلزلې له کبله د اېورسټ څوکې لوړوالی لږ شوی، خو یو شمېر نور بیا ګومان کوي دغه لوړوالی ډېر شوی دی.
له دې مخکې د چین حکومت یوه رپوټ کې ویل شوي وو، چې د زلزلې له کبله غر د سویل لوېدیځ لور ته لږ تر لږه درې سانتي متره ښوېدلی دی.
د دغې غرڅوکې لوړوالی ۸۸۴۸ متره بلل کېږي او دغه کچه ۶۲ کاله مخکې د انډین سروې ماهرینو له قوله ویل شوې وه.
د سروې مشر په خبره دا ځل د غر څوکې کچلو چاره کې باید ځمکنۍ سروې وشي او دغه راز له جي پي ایس نه کار واخیستل شي، چې د څوکې لوړوالي معلومولو کې د راغلي ممکن بدلون کره کچه معلومه شي.