فرانسوا اولاند: د ټرمپ مشورې ته اړتیا نه لرو

د عکس سرچینه، AFP
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د کډوالو په اړه د جرمني پر تګلارې د ډونلډ ټرمپ پر سوځنده نیوکې توند غبرګون ښودلی.
دی وايي: " (اروپا) د نورو مشورو ته اړتیا نه لري چې ووايي څرنګه کار باید وکړي".
ښاغلي ټرمپ د جرمني له بیلډ ورځپاڼې سره په خبرو کې د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل د کډوالو پر سیاست نیوکه کړې وه او هغه یې یوه "ناوریني تېروتنه" بللې وه.
اغلې میرکل یې په ځواب کې وویل، اروپايي ټولنې خپلې تګلارې مشخصې کړې او د امریکا د بهرنوی چاررو وزیر جان کېري هم د ټرمپ پر څرګندونو نیوکه کړې.
هغه سي ان ان ته ویلي: "زما په اند سمه نه ده چې د امریکا منتخب ولسمشر په بشپړ ډول د نوروهېوادونو سیاستونو کې مستقیمه مداخله وکړي".

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، AP
هغه وايي، ټرمپ د راتلونکې جمعې په ورځ د ولسمشرۍ لوړه کوي چې د ټولو هېوادونو د اړیکو مسؤول به وي.
ټرمپ ویلي وو، ناټو سازمان "زوړ" شوی، چې دې خبرو یې د ناټو مشرانو غوسه راپارولې ده.
ده د جرمني موټر جوړونې یوه شرکت ته هم ګواښ کړی که مکسیکو کې خپل تولید پیل کړي، نو دی به پرې مالیه ډېره کړي.
هغه د بریتانیا او جرمڼي ورځپاڼو ته ویلي، اروپايي ټولنه "په اصل کې پر جمني د برید لپاره یوه وسیله ده".
نوموړي د کډوالو د چارو په اړه ویلي: "زما په اند د دغو ټولو ناقانونه کډوالو منل یوه ناوریني تېروتنه ده، که دوی له هرځای نه راغلي وي".
اغلې میرکل یې په ځواب کې ویلي، اروپايي ټولنه باید د خپلو تګلارو مسؤوله وي "موږ اروپایان خپل برخلیک په خپله ټاکو".
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، اروپايي ټولنه "له امریکا سره د ځینو پروګرامونو عملي کولو په درشل کې ده، خو دغه اړیکي به د اروپا پر ګټو او ارزښتونو ولاړ وي".
د ټرمپ نورې څرګندونې:
ټرمپ په سوریه کې د روسیې مداخله "ډېره بده" بللې چې په وینا یې د "وحشتناکه بشري وضعیت" رامنځ ته کېدو لامل شوی

د عکس سرچینه، AFP
هغه وویل افغانستان "پر ډېر بد لوري روان دی" او له داعش نه د عراق د موصل بېرته نیولو عملیات هم بشري ناورین رامنځ ته کوي.
ډونلډ ټرمپ له ایران سره اتومي هوکړه "یوه احمقانه معامله" بللې ده.
د امریکا منتخب ولسمشر په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا یرغل "د شاتو کندو ته د ډبرو اچول" بللي دي.








