ټرمپ 'له روسیې او چین سره ګډ کار ته لېوال' دی

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ له روسیې او چین سره په دې شرط کډ کار کولو ته خپله لېوالتیا ښودلې ده، چې دواړه هېوادونه د همکارۍ ژمنه وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې له 'وال سټریټ جورنال' سره په څرګندونو کې کړې، چې وايي، پر روسیې ورستي لګول شوي بندیزونه به تر راتلونکو څو میاشتو دوام وکړي، خو که مسکو له واشنګټن سره د ترهګرۍ ضد جګړه او نورو مسلو کې همکاري وکړه، دا بندیزونه به ترې لیرې شي.

ټرمپ د ولسمشرۍ له لوړې کولو وروسته، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدلو لېوالتیا هم ښودلې ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په روستیو کې پر روسیې وروسته تر هغه بندیزونه ولګول، چې ګني روسیې د امریکا وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې مداخله کړې وه.

د چین په تړاو ټرمپ ویلي، دغه هېواد باید امریکايي شرکتونو ته د پانګونې او سیالۍ اجازه ورکړي.

د مشرانو جرګې څېړنه

پر همدې مهال، د امریکا مشرانو جرګه کې د استخباراتو جرګه ګۍ ویلي، دوی به د هغو الکترونیکي بریدونو په اړه څېړنه وکړي چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال یې کړي وو.

د مشرانو جرګې د استخباراتي جرګه ګۍ جمهوریپال مشر ریچرډ بور او په جرګه ګکۍ کې لوی ډیموکراټ مارک وارنر وویل، دوی به د ټرمپ او اوباما په ادارو کې له جګپوړو چارواکو سره وغږېږي او ان که اړتیا شوه، ځینې ګواهۍ به هم راواخلي.

دغې جرګه ګۍ پخپله ویناپاڼه کې ویلي: ''باوري یو چې پر امریکا د روسیې د استخباراتو پراخو فعالیتونو اغېز کړی دی''.

یاده جرګه ګۍ به د ټاکنو پرمهال د روسیې او امریکا د ټاکنیزو کمپیاینرانو ترمنځ اړیکي وڅېړي.

د مشرانو جرګې غړو ویلي، د خپلو څېړنو د پایلو پټ او ناپټ رپوټونه به چمتو کړي.

د ټرمپ څېړنه

بل خوا، د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټویټر لیکلي، ډله به یې په ۹۰ ورځو کې د 'انټرنېټي غلو' په اړه یو رپوټ خپور کړي.

په وروستیو کې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکي ډېر ترینګلي شول. همدا وو چې بارک اوباما په تېره ډسمبر میاشت کې د انترنېټي بریدونو له رپوټونو خپرېدا وروسته له خپل هېواده ۳۵ روسي ډیپلوماتان وایستل.

روسیې دا ډول رپوټونه خپرېدل د دواړو هېوادونو د اړیکو د ترینګلتیا لامل بللي دي.