تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیه: د ډونالډ ټرمپ د شرمولو ثبوتونه نه لرو
روسیې هغه رپوټونه رد کړي، چې ګواکې د دغه هېواد څارګرو ادارو د متحدو ایالتونو د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه شرموونکي مواد تر لاسه کړي دي.
داسې ناتایید شوي رپوټونه خپاره شوي، چې ګواکې روسیانو د ډونالډ ټرمپ او بدلمنو ښځو تر منځ د ناروا اړیکو په تړاو ثبوتونه تر لاسه کړي دي او بله دا چې د ټرمپ ټاکنیز کمپاین او مسکو تر منځ د پټو خبرو یوه لړۍ وه.
ډونالډ ټرمپ دغه خبرونه غندلي دي. هغه په یوه بې مقدمې ټویټر پیغام کې لیکلي: ' دروغ خبرونه، دا په بشپړه توګه د سیاسي تورونو په معانا دي. '
ډونالډ ټرمپ د ولسمشر په توګه له لوړې کولو نهه ورځې مخکې وینا کې دغه څرګندونې کړې. د ښاغلي ټرمپ د دغې وینا هدف له خپلو کاروباري مصروفیتونو د لاس پر سر کېدو تر څنګ د شخصي ګټو په اړه د اندېښنو لرې کول و.
خو فکر کېږي، چې د نویو تورونو له کبله به نوی ټاکل شوی ولسمشر له سختو پوښتنو سره مخامخ شي.
تېره اونۍ د امریکا څارګرو ادارو یو رپوټ خپور کړ، چې په کې ویل شوي و، روسي چارواکو د امریکا پر ټاکنو د اغېز لپاره د هکینګ کمپاین چلولی. د څارګرو ادارو په رپوټ کې داسې ادعا هم شوې وه، چې ګواکې د ټرمپ ځینې ملګري د دیموکرات ګوند په هکینګ کې ښکېل وو.
د ټرمپ یوه مدافع وکیل مایکل کوهن چې نوم یې رپوټ کې شامل دی، رد کړې، چې د ۲۰۱۶ کال اګست او سپتمبر کې د هکینګ په اړه د کریملین استازو سره د خبرو لپاره پراګ ته تللی و.
بل لور ته امریکايي رسنیو داسې رپوټونه هم خپاره کړي، چې ګواکې روسي څارګرو ادارو په شخصي توګه د ټرمپ شرمولو اسناد تر لاسه کړي دي، چې په کې د نوموړي کاروباري مصروفیتونو تر څنګ د نوموړي د عیاشۍ ویډیويي کلیپونه هم شامل دي.
د امریکايي رسنیو په خبره دغه مواد یوه سیاسي او مهم شخصیت ته د اړتیا پر مهال د زیان اړولو په موخه تر لاسه کړل شوي وو.
وروستیو اونیو کې د امریکايي څارګرو ادارو د رپوټ تر کلک فشار لاندې و، چې وايي روسیانو د ټاکنیز کمپاین پر مهال د دیموکرات ګوند برېښنالیکونه هک کړي وو.
د دوی په خبره د هیلري کلینټن خلاف او د ټرمپ په ګټه د ټاکنو پایلو اړولو امر له کریمیلنه شوی و. خو تر اوسه ډونالډ ټرمپ د څارګرو ادارو له رپوټونو سره په څرګند ډول یوه خوله نه ښکاري او نوموړي له روسیې سره د مناسبو اړیکو مخالفین ' احمقان ' بللي دي.