تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زما د شخصي ژوند په تړاو رپوټونه 'دروغ' دي
د امریکا متحدو ایالتونو نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه رپوټونه 'دروغ' بللي، چې ګواکې روسیې سره د نوموړي شرمولو په تړاو ثبوتونه شته.
نوموړي دغه رپوټونه ' جعلي ' بللي او وايي یو شمېر ' ذهني ناروغانو ' دغه رپوټونه یو ځای کړي دي. ټرمپ د ټاکل شوي ولسمشر په توګه خپله لومړنۍ وینا کې وویل، چې د کاري مودې پر مهال به له خپلو کاروباري مصروفیتونو لرې اوسي او ټول کاروبار به خپلو دوو زامنو ته وسپاري.
ټرمپ دغه خبرې غونډه داسې مهال کړې، چې د امریکايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، روسانو د نوموړي کاروباري مصروفیتونو تر څنګ د هغه د عیاشیو په تړاو یو شمېر ثبوتونه ساتلي دي.
د ښاغلي ټرمپ د غونډې پر مهال ډېری پوښتنې د روسي هکینګ په تړاو وې. نوموړي وویل، هغه مهال چې له هېواده بهر سفر کوي، نه یوازې خپله احتیاط کوي، بلکې ملګرو ته هم د احتیاط کولو مشوره ورکوي، ځکه وايي دی پوهېږي، چې څه ډول کمرې ایجاد شوې دي.
ټرمپ 'بزفیډ ' چې د نوموړي د شخصي ژوند په اړه یې رپوټونه خپاره کړي ' ډېران ' ته ورته وباله او وايي دی خواشینی دی، چې یو شمېر ادارو دغه ډول دروغ رپوټونه خپرول مناسب وبلل.
نوموړي پر سي این این هم نیوکې وکړې، خو د نیویارک ټایمز ستاینه یې وکړه. د هغه په خبره د روغتیا د نوي وزیر له ټاکل کېدو وروسته به د اوباما پاملرنې پروګرام پای ته ورسوي او د روغتیا نوی پلان به وړاندې کړي.
ټرمپ د ټاکنیز کمپاین شعار یو ځل بیا تکرار کړ، چې د مکسیکو پر پوله به دیوال ورغوي، چې وايي لګښت به یې مکسیکو پر غاړه واخلي. د ټرمپ په وینا د دیوال لګښت اخیستو لارې مختلفې کېدای شي.
ډونالډ ټرمپ لومړی ځل ومنله، چې روسانو هکینګ کاوه، خو د خبریالانو له ډېرو پوښتنو سره یې هم په دې اړه جزیات ور نه کړل. له دې مخکې کریمیلن هغه رپوټونه په کلکه رد کړل، چې ګواکې د روسیې څارګرو ادارو د ډونالډ ټرمپ شرمونکي ثبوتونه ساتلي دي.
د کریمیلن ویاند دغه رپوټونه دروغ او د اړیکو خرابولو یوه هڅه وبلله. له ناتایید شویو ادعاوو سره سم روسانو له بدلمنو ښځو سره د ټرمپ د اړیکو ویډیويي ثبوتونه ساتلي دي او دا چې د هغه ټاکنیز کمپاین له مسکو سره اړیکي درلودل.
تېره اونۍ امریکايي څارګرو ادارو داسې رپوټونه خپاره کړل، چې ګواکې روسانو د امریکا ټاکنو اغېزمنولو لپاره د هکینګ کمپاین کړی و.