اوباما وروستي وینا کې له امریکایانو وغوښتل له ډیموکراسۍ دفاع وکړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خدای پامانۍ په وینا کې په شیکاګو کې له ټولو امریکایانو وغوښتل چې ددغه هېواد له ډیموکراتیک نظام نه دفاع وکړي.

هغه خبرداری ورکړ "هرکله چې ډیموکراسي بې قدره وګڼل شي، له خطر سره مخ کېږي."

بارک اوباما د امریکا ډیموکراتیک نظام ته ورپېښو ګواښونو لکه اقتصادي نابرابريو او توکمیز واټنونو په اړه خبرداری ورکړ. هغه له ټولو امریکایانو وغوښتل چې مسئلې یو د بل له لیدلوری وارزوي او ویې ویل: "موږ باید پام وکړو او غوږ شو."

ښاغلي اوباما همداراز په دې وینا کې د خپلې ولسمشرۍ دورې لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل؛ امریکا اوس د تېرو اتو کلونو پخوا په پرتله ډېره پیاوړې او غوره شوې ده.

هغه وویل " که اته کاله مخکې مې تاسې ته ویلي وای چې امریکا به ستر اقتصادي کړکېچ نه خلاصېږي، د ګاډو صنعت به بیا راژوندی کوو، زموږ تاریخ کې به د تر ټولو ډېرو دندو رامنځ ته کولو زمینه برابروو، که مې ویلي وای چې کیوبا سره به د اړیکو نوی پړاو پیلوو، له یوې ډزې پرته به د ایران د اټومي وسلو پروګرام بندوو او د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر د نهمې د برید اصلي طراح به له منځه وړو، نو تاسو به ویلي وای چې زموږ لرلید لږ څه لوړ ښدول شوی ".

اوباما وویل، غواړي د خپل ځان او د مېرمنې میشل اوباما په اړه هرڅه بېرته له سره پیل کړي.

ښاغلي اوباما له میشل مننه وکړه او ویې ویل " میشل لاوان رابنسن له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې نه یوازې زما مېرمن او زما د ماشومانو مور ده چې زما ډېره ښه ملګرې ده. "

اوباما ۵۵ کاله عمر لري او د امریکا په تاریخ کې لومړنی تورپوستی ولسمشر دی، چې له ۲۰۰۸ راهیسې یې دوه ځلې ولسمشرۍ ټاکنې ګټلې دي.

د نوموړي ټاکنیز شعار "هیله او بدلون" و.

د اوباما ځای ناستی ډونلډ ټرمپ به د روانې جنورۍ پر شلمه نېټه د ولسمشرۍ لوړه وکړي. ټرمپ ژمنه کړې چې د اوباما ځینې اصلي لاسته راوړنې به لغوه کوي چې یو یې د اوباماکییر په نوم د روغتیایي خدمتونو نظام اصلاح قانون دی.

ټرمپ به د جنورۍ په ۲۰ مه واک ترلاسه کړي.

اوباما په خپلې وروستي وینا کې په خوشبینانه ډول خبرې وکړي او ویې ویل چې د واک سوله ییز لېږد امریکا کې د ډیموکراسۍ "روښانه ځانګړنه" ده.

هغه وویل؛ "زموږ ډیموکراسي له دې احساس پرته چې ټول له اقتصادي فرصتونو برخمن دي، کار نه ورکوي."

اټکل کېږي چې شاوخوا ۱۸ زره کسانو په دې مراسمو کې ګډون کړی و. هغه څلور کاله وړاندې د میټ رامني پروړاندې د بریالیتوب وینا د شیکاګو په همدې سیمه کې کړې وه.

ددې مراسمو ټکټونه په وړیا ډول ووېشل خو په وروستیو ساعتونو کې تر وینا وړاندې ټکټونه په انټرنټ کې په ۱۰۰۰ ډالرو خرڅېدل.

د ښاغلي اوباما مرستیال جوبایډن او مېرمنې میشل اوباما په دې وینا کې حضور درلود.

د ښاغلي اوباما پلویانو ددې وینا له پیله بي بي سي ته وویل؛ تمه لري چې اوباما دوی ته هیله ورکړي او هغوی ته لارښوونه وکړي.

اریتا ګلسپر وویل: "پوهېږم چې دی به د ټاکل شوي ولسمشر په تړاو د خلکو ځینې اندېښنې لرې کړي."

د خدای پامانۍ وینا په امریکا کې د ولسمشرانو لخوا یو پخوانی دود دی.

جورج ډبلیو بوش او بېل کلنټن د خدای پامانۍ ویناوې په سپینې ماڼۍ کې وکړې، خو د جورج بوش پلار د وسټ پوینټ په پوځي اکاډمۍ کې وینا وکړه.

ښاغلی اوباما په داسې حال کې خپل کار پایته رسوي چې د اسوشېټډ پرس - د ان او آر سي دولتي چارو څېړنو مرکز د نظرپوښتنې له مخې له هغه د رضایت کچه ۵۷ سلنه ده. دا شمېره د کلنټن سره ورته ده چې کله له سپینې ماڼۍ وتلو.