د ایران پخواني ولسمشر او وتلي "انقلابي لوبغاړي" رفسنجاني د جنازې مراسم

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایران ولسمشر حسن روحاني ښاغلی رفسنجاني د اسلامي انقلاب یو لوی شخصیت بللی او د هغه مړینه یې کورنۍ ته تسلیت ویلی.

د ایران په پلازمېنه تهران کې د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني د جنازې عمومي مراسمو ته ګڼ خلک راټول شوي. د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د نوموړي د جنازې لمونځ خپله کوي.

تمه کېږي چې د آیت الله رفسنجاني جنازه به تر ډېره د سمون غوښتونکو د واک او ځواک ننداره وي، ځکه نوموړی په وروستيو کلونو کې د دغه غورځنګ له مخکښانو ګڼل کېده.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني کورنۍ ته د هغه د مړینې له امله تسلیت ویلي او ښاغلی رفسنجاني یې د "مبارزې ملګری" بللی دی.

خامنه ای هغه د مبارزې ملګري په توګه ستایلي او د دوی ترمنځ د نظر اختلافاتو سره سره یې د هغه مړینه "سخته" ضایعه بللې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ښاغلی رفسنجاني د اسلامي انقلاب یو لوی شخصیت بللی او د هغه مړینه یې کورنۍ ته تسلیت ویلی.

د ایران حکومت درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او سه شنبه یې د هغه د تدفین مراسمو لپاره عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

رفسنجاني

د عکس سرچینه، EPA

ښاغلی رفسنجاني چې د ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۷ پورې د ایران ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې، د ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلاب کې له مرکزي لوبغاړو و. خو نوموړی وروسته په خپل ژوند کې د توندلارو محافظه کارانو له مخالفینو و.

خامنه ای وویل؛ "په دغې اوږده موده کې د نظر اختلاف هېڅکله ددې لامل نشو چې زموږ ترمنځ ملګرتیا لمنځه یوسي."

روحانی

د عکس سرچینه، Jamaran.ir

د عکس تشریح، د ایران ولسمشر حسن روحاني د جماران په حسینیه کې د رفسنجاني د کورنیو غړو ته تسلیت ووایه

د یکشنبې په ورځ پر ښاغلی رفسنجانی د زړه حمله راغله او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د ایران مذهبي مشر ایت خامنه ای به د رفسنجاني د جنازې لمونځ وکړي.

د ښاغلي رفسنجاني د جنازې مراسم سبا (سه شنبه، جدي/مرغومي ۲۱مه) د تهران پوهنتون کې ترسره کېږي او وروسته د هغه مړی تهران کې خاورو ته سپارل کېږي.

د ښاغلي هاشمي د یوه خپلوان حسین مرعشي په وینا، ټاکل شوې د هغه مړی ایت الله خمیني په مزار کې ښخ شي.

د هغه مړی تهران کې د جماران حسینیې ته وړل شوی، چېرته چې د نوموړي خپلوان، سیاستوال او مذهبي چارواکي راټول شوي ترڅو نوموړي ته د وروستي ځل لپاره د درناوي مراتب وړاندې کړي.

Fatemeh Hashemi, daughter of Iran"s former President Akbar Hashemi Rafsanjani, places her head on the shoulder of her brother Mahdi while they mourn over the coffin of their father, at the Jamaran mosque in northern Tehran

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د ښاغلي رفسنجاني لور فاطمه او زوی مهدي د پخواني ولسمشر پر مړي ژاړي
People gathered outside Tajrish hospital where former Iranian president Akbar Hashemi Rafsanjai died

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، خلک د هغه روغتون مخې ته راټول دي چې ښاغلی رفسنجاني پکې ومړ

ښاغلی رفسنجاني د ولسمشر حسن روحاني روزونکی و چې ترې یې د ۲۰۱۳ کال ولسمشریزو ټاکنو کې ملاتړ وکړ. رفسنجاني غوښتل پخپله کاندید شي، خو د ایران ساتونکې شورا (شورای نګهبان) د هغه نوماندي رد کړه.

ښاغلي روحاني پر ټویټر ویلي؛ "د انقلاب د ستر شخصیت، د زغم او مبارزې سمبول روح جنت ته لاړ."

شنوونکي وایي؛ د ښاغلي رفسنجاني ناڅاپه مړینه ولسمشر ته یو لوی ګوزار دی چې په مې میاشت کې بیا ټاکنو ته چمتووالی نیسي.