د ايران پخوانی ولسمشر هاشمي رفسنجاني ومړ

د ايران پخوانی ولسمشر او د دغه هېواد مشهور سياسي شخصيت علي اکبر هاشمي رفسنجاني د ۸۲ کلونو په عمر ومړ.

د ايران د حکومتي خبري رسنۍ له مخې، علي اکبر رفسنجاني د زړه پر ناروغۍ اخته و چې د يکشنبې په ورځ روغتون ته وړل شوی و چې هلته يې ساه ور کړه.

نوموړی له ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۷ پورې د ايران ولسمشر و، خو په ۲۰۰۵ کال کې يې احمدي نژدا ته ټاکنې بايللې وې.

ښاغلی رفسنجاني له خپل مرګ مخکې د ايران نظام د ګټو ټاکلو ټولنې (مجمع تشخيص نظام ايرن) مشر و.

رفسنجاني د ايران انقلاب له مخکښانو يو داسې مشر و چې په مسلسله توګه اته کاله د عراق له خوا پيل شوې جګړې له پای ته رسېدلو وروسته يې د هېواد د بيا جوړولو لپاره پروګرام پيل کړی و.

په ۲۰۱۳ کال کې نوموړي ته د ۱۲ غړو لرونکې قانوني ادارې (شورای نګهبان) په ولسمشريزو ټاکنو کې د برخي اخيستو اجازه نه وه ورکړې.

ښاغلي رفسنجاني د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې د اصلاح غوښتونکو ملاتړ کړی و خو په دغو ټاکنو کې احمدي نژاد د دوهم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو.

پخوانی ولسمشر رفسنجاني د ايران له هغو مشرانو څخه و چې د سياسي بنديانو د ازادۍ او د قانون تر دايرې لاندې سياسي ګوندونو ته د نورې ازادۍ غوښتنه يې کوله.