د ترکيې له پولې سره نژدې چاودنه کې لږ ترلږه ۴۳ تنه وژل شوي
د راپورونو له مخې د سوريې د اعزاز ښار په يوه چاودنه کې لږ ترلږه ۴۳ تنه وژل شوي او لسګونه نور نور ټپيان دي.
د اعزاز ښار چې د سوريې په شمال کې د ترکيې له پولې سره نژدې پروت دی د حکومت مخالفو وسله والو تر ولکې لاندې دی.
ویل کېږی چاودنه د دغه ښار د ګڼې ګوڼې په يوه بازار کې شوې او ډېری وژل شوي کسان هم ولسي وګړي دي.
په بريتانيا کې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله په دغه چاودنه کې د وژل شويو شمېر ۱۵ تنه ښيي خو ځينې نورې خبري رسنۍ بيا د وژل شويو شمېر زيات ښيي او وايي کېدای شي تر ۶۰ تنو په دغه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
د اعزاز ښار د څو مياشتو لپاره د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) ترې ولکې لاندې و خو وروسته د حکومت مخالفو وسله والو ډلو لاس ته ورغی.

د عکس سرچینه، Getty Images
تراوسه نه ده معلومه چې دغه بريد چا کړی او نه يې هم چا پړه منلې ده.
څو اوونۍ وړاندې له حلب ښاره يو زيات شمېر کډوال دلته مېشت شوي وو.














