هندۍ لوبغاړې وايي، نجونې یې له ځورول کېدو ژغورلې

اولمپیک لوبو کې د هند یوې برخې اخیستونکې لوبغاړې کرشنا پونیا له ښځو سره د بنګلور وروستی زور زیاتی ' ناوړه ' بللی او د یوې ورته پېښې مخنیوي یادوونه یې کړې.

هغې بي بي سي ته وویل، د راجهستان ایالت په چهورو ایالت کې یې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه درې سړي ولیدل، چې د اروګاډي یوه تم ځای کې یې دوې پیغلې ځورولې:

'' زه پسې ورغلم، له دوی نه مې یو سړی ونیو او له نجونو سره مې مرسته وکړه، چې پولیسو ته حال ووايي. ''

نوموړې زیاته کړه، 'د دې معانا دا ده، چې اوس نجونې په عامه محضر کې هم خوندي نه دي ':

'' زه حیرانه شوم او ډار مې محسوس کړ، چې څنګه د دومره ډېرو خلکو په ګڼه ګوڼه کې هغو سړو نجونې ځورولې، تر هغه وخته چې زه خپله له ګاډي وروتم، هېچا هم هغو سړیو ته هېڅ څه نه ویل. نجونې دومره ډارېدلې وې، چې نه یې غوښتل پولیسو ته شکایت وکړي، ځکه دوی فکر کاوه، که خبره عامه شي، بیا به یې کورنۍ بهر ته نه پرېږدي. ''

خو دغه اولمپیک لوبغاړې وايي، خوښه ده، چې لږ تر لږه یوه کورنۍ د رسمي شکایت کولو لپاره چمتو شوه. خو بل لور ته په هند کې د ټویټر کاروونکو د سړیو پر وړاندې د پونیا ' درېدل 'ستایلي دي.

ځايي پولیس افسر ګوپي رام بي بي سي ته وویل، اغلې پونیا نجلۍ د پولیسو مرکز ته رسولې او وايي، دوی به دې لړ کې څېړنه وکړي او هیله مند دی، چې د نجونو ځورونکي سړي به ژر ونیول شي.

د نوي کال مراسمو پر مهال د هند بنګلور کې یو شمېر ښځو شکایت کړی، چې د سړیو ډلو ځورولې دي. اغلې پونیا وايي:

'' زه د هغو تصویرونو په لیدو سخته خواشینې کېږي، چې ښځې په کې د ژړا حال کې لیدلې کېږي. دغه پېښې د هند په لویو ښارونو کې رامنځته کېږي، دا تصور هم ممکن نه دی، چې د هند په کوچنیو ښارونو او کلیوالو سیمو کې به څه حالت وي. هغه وايي، زه نه پوهېږم تر هغې چې موږ هر یوه د دغه زور زیاتي مخنیوي لپاره له وسه سم هلې ځلې و نه کړو، ګومان نه کوم له دغه حالته به ووځو. ''