تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هالیووډ لوحه له ټوکو په هالیوييډ بدله شوې
د ۲۰۱۷ کال پر لومړۍ ورځ چې د امریکا د لاس انجلېس وګړي له خوبه پاڅېدل، کتل یې چې د دغه ښار په نړیواله کچه مشهوره ستره نومدړه له هالیووډ پر هالیوییډ بدله شوې.
د "ووډ " چې په انګلیسي لرګي ته وايي، پر "وییډ " بدلول چې د کوڅې په ژبه چرسو ته وايي، ډېرو ته جالبه ده.
ځايي رسنیو رپوټ ورکړی چې پولیسو دا پېښه یوازې پر قانوني حریم تېری بللی او پلټنه یې کوي.
پر مونټ لي د هالیووډ د دغې لوحې توري نژدې ۱۴ متره لوړ دي.
د نومبر پر اتمه، کالیفورنیا ایالت کې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال، یو بل صندوق هم کېښودل شو چې خلکو پکې رایه ورکړه چې چرس قانوني شي.
دې ټوکې یا شوخۍ اصلي نومدړې ته کوم زیان نه دی رسولی، خو د "O" د تورو ځینې برخې په ترپالونو پوښل شوې وې چې د کوشني "E" په څېر ښکاره شي.
د لاس انجلېس ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې یو کس امنیتي کمرو کې لیدل شوی چې پر لوحې ختلی چې مواد ځوړند کړي.