تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر اوباما هم ماشومانو ته وینا کوي
د امریکا ولسمشر باراک اوما منلې، چې کشرې لور یې د ټولیزې ویبپاڼې ( سنیپ چاټ ) له لارې پرې ملنډې وهلې.
ولسمشر اوباما ویلي کشرې لور یې ساشا هغه خبرې په پټه خوله ثبت کړې، چې د کورنۍ غړو تر منځ د ډوډۍ پر میز شوې او بیا یې له خپلې تبصرې سره یو ځای پر یاده ټولیزه پاڼه له ملګرو سره شرېکې کړې.
دا لومړی ځل نه دی، چې ولسمشر اوباما د خپلې لور د انلاین فعالیت په اړه خبرې کوي. د سږ کال جولای کې نوموړي ویلي و، چې لور یې پر ټویټر پیغامونه لیکي، چې له کبله یې وايي، یو شمېر رسنیزې ادارې د هغې د اصلي اکاونټ معلومولو هڅې کوي.
خو دا هر څه په پټه ترسره کېږي او دغسې د سنیپ چاټ کاپي هم عامه شوې نه ده. پر سنېپ چاټ پیغام له لوستل کېدو وروسته خپله له منځه ځي، خو د دغو ټولو احتیاطي تدبیرونو او بندیزونو د مخنیوي لارې چارې هم شته.
اوباما وايي، ساشا ورته د سنیپ چاټ په اړه لار ښوونې کوي:
''ماښامنۍ مو خوړله او ما چېرې لوستي وو، چې سنیپ چاټ د هغې د عمر ځوانانو کې ډېر مینه وال لري، ځکه مې ساشا ته وویل، چې د سنیپ چاټ په اړه راته یو څه ووايي، ساشا راته وویل، چې کولای شې له دغې لارې خپلو تصویرونو ته بېله بڼه ورکړې او ډېر نور څه دي، چې د دغه اپلیکشن له لارې تر سره کېدای شي.
له هغه وروسته چې زه او میشل یوازې وو، ما وویل، دا خورا جالب څیز دی، که نه؟
وروسته راته معلومه شوه، چې ساشا دغه ټولې خبرې ثبت کړې دي او دوستانو ته له لېږلو وروسته یې ورسره لیکلي، چې وګورئ پلار مې موږ ته د ټولیزو رسنیو په اړه وینا کوي! ''
هغه زیاتوي ' ساشا خپل تصویر ته هم داسې بڼه ورکړې، چې ګواکې دغه خبرې ورته بې خونده دي. '
ښاغلی اوباما وايي مېرمن یې د سږ کال جون میاشت کې سنیپ چاټ کې ګډون وکړ او مشره لور یې مالیا دغه پیغام ډېر خوښ کړی.
د یوې ټلویزیوني خپرونې کوربه جیم کېمل په دې اړه د ټوکې په توګه وویل، چې دا خو امنیت کې نیمګړتیا رامنځته شوه.
ولسمشر دا هم وویل، چې ای فون یې یوازې برېښنالیک تر لاسه کوي او انټرنېټ پرې کتل کېدای شي، خو نه تصویر اخستی شي، نه هم موسیقي خپروي او ان بل چا ته له دې لارې ټیلیفون هم نه شي کولای.
نوموړی وايي دا یې اصول وو او د ولسمشرۍ پر مهال په دې باور و، چې یوه ورځ به یې څوک برېښنالیک ولولي، ځکه یې هېڅکله کوم برېښنالیک نه دی لېږلي، چې هسې نه کوم یو برېښنالیک یې د یوې ورځپاڼې سرلیک نه شي.