تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۲۰۱۶ کال مهمو پېښو ته لنډه کتنه
- Author, کریم حیدري
- دنده, بي بي سي
۲۰۱۶ له پېښو ډک کال و. د شلمې پېړۍ څو تنه نامتو کسان په همدې کال کې ومړل لکه د کیوبا د انقلاب مخکښ فیډل کاسټرو او د امریکا د ویتنام جګړې مخالف او د سوکوهنې اتل محمد علي کلې.
له همدې سره ډېری ۲۰۱۶ د ډېموکراسۍ لپاره لوی زیان منونکی کال هم ګڼي. له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتنې پرېکړه او د امریکا ولسمشرۍ ته د ډونلډ ټرمپ بریا هم په همدې کال کې وشوه.
د کډوالو بې سارې خوځېدنه که څه هم له تېرو کلنو پېل شوې وه، خو په دې کال کې هم ډېرو خلکو له جګړې او بې روزګارې نه په تېښته اروپا ته مخه کړه.
د سوریې ناورین زور وموند، زرګونه کسان چې ډېری یې ملکي وګړي وو د درې اړخېزه جګړې قرباني شول او میلیونونه نور له خپل هېواده کډه شول.
امریکا او ملاتړي یې په سوریه کې د ولادیمیر پوتین او بشار الاسد پرمختګ له نړیوال اصولو سرغړونه وبلله. په ګاونډ ترکیه کې د رجب طیب اردعان زورواکي پیاوړې شوه.
د ترکیې ناکامه کودتا
ترڅنګ یې د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې او د کردانو پاڅون حالات کړکېچن کړل خو لویه پېښه د پوځ ناکامه کودتا وه چې شا او خوا دوه نیم زره کسانو ته مرګ ژوبله په کې واوښته. د ترکیې حکومت امریکا مېشت ترکی مذهبي مشر او سوداګر فتح الله ګولن او د هغه ملاتړي تورن کړل او له امریکا یې وغوښتل چې نوموړي ترکیې ته ورسپاري.
په هنګري، پولنډ، رومانیا او د ختیځې اروپا په ځینو نورو برخو کې نشنلېزم او زورواکۍ زور وموند، لامل یې د کډوالو پرضد غبرګون و. په جرمني کې د ترهګریزو بریدونه له امله کډوالو ته د انګېلا مېرکل د پرانیستې غېږ دریځ تر کلک کورنیز سیاسي نیوکې لاندې راغی.
د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې ګنګوسې د استخباراتو شبکې لا اندېښمنې کړې. په سویلي چین سمندرګي کې د چین هېواد په جوړو شوو ټاپوګانو کې پوځې اډې جوړې کړې. چین لېبرالیزم د لودیزو هېوادونو د زورواکۍ برغولی وباله.
د کندوز سقوط
په افغانستان کې هم سږنی کال له ګڼو پېښو ډګ و. د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور چې د ملا عمر ځای ناستې ټاکل شوی و او ورسره د طالبانو په ډلو کې بېلتون راغی امریکايۍ بې پیلوټه الوتکې د پاکستان په بلوچستان کې په نښه کړ. د کندوز ولایت یو ځل بیا طالبانو ولکه کړ خو وروسته افغان پوځیانو طالبان پر شا وتمبول.
افغان ولس د ګڼو امنیتي ستونزو شاهد و. د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې د هېواد په ختیځ کې لنډ مهاله پرمختګ درلود چې وروسته د سیمه ایزو وګړو پاڅون، د افغان حکومت پوځي عملیات او د بهرنیانو هوایي بریدونو مرګ ژوبله ورواړوله. د افغانستان په نورو ولایتونو کې هلمند او روزګان تر نورو ډېر نا امنه وو.
په کابل کې هم پرله پسې ځانمرګي بریدونه وشول. د امنیت پر روزنتون، د جنبش روشنایي پر لاریون، امریکایي پوهنتون او د محرم په میاشت کې د شیعه ګانو پر جوماتونو بریدونه وشول او ډېری ملکي وګړي په کې قرباني شول.
له حکمتیار سره د سولې تړون
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د یووالي تړون لاسلیک شو او د پخوانیو مجاهدینو وروستی تنظیم هم په دولت ورګډ شو. د ولسمشرۍ لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د احمد ایشجي په ربړولو تورن شو.
اقتصادي پېښې په افغانستان کې پیاوړې وې. د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یو ځای د سلما بند پرانیست. د ایران چابهار بندر هم د افغان سوداګرو توکو ته اسانتیا او افغان حکومت لپاره یوه سیاسي لاس ته راوړنه وه ځکه تر دې د مخه افغان سوداګرو د کراچۍ پر بندر تکیه کوله.
د افغانستان په اړه د بروکسل په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې د ۱۵٫۲ میلیارده ډالرو ژمنه وکړه. په همدې کال کې د رېل پټلۍ له لارې افغانستان له چین سره ونښول شو او له ترکمنستانه د اقینې بندر ته د رېل لیکه وغځول شوه.
بل پلو د خوند او کیفیت نړیوالې ادارې د افغانستان زعفران د دریم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو غوره ونومول او ورسره د زعفرانو کر د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې وغوړېد.
له پاکستان سره شخړه
د افغانستان سیاسي اړیکې له پاکستان سره لانجمنې شوې. پاکستان د افغان کډوالو زورول او شړل پیل کړل. په دوی کې د شربت ګلې کیسه هم رسنۍ بوختې کړې چې له څو ورځو زندانه وروسته له کورنۍ سره یوځای خپل هېواد ته ستنه شوه.
په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال له پاکستانه ستانه شول.
ترڅنګ یې څه باندې یو میلیون نور د جګړو له امله په هېواد کې د ننه بې ځایه شول. د پاکستان او افغانستان دیپلوماتیکې اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې چې افغان حکومت له هند سره خپله ملګرتیا پیاوړې کړه او د امریکا په مشرانو جرګه کې یې هغه بحث رامنځ کړ چې ګواکي پاکستان له ترهګرۍ ملاتړ کوي.
د ځينو په باور افغانستان وروسته له څو لسیزو وتوانېد له پاکستان سره په سیاسي ډګر کې سیالي وکړي.
د ۲۰۱۶ کال ځینې پېښې به خامخا پر راتلونکي اغېز وکړي. د افغانستان په حکومت کې به سیاسي کړکېچ نرم شي خو لا به هم د نړیوال سیاسي ټېل ماټېل ډګر وي.
د ټرمپ واکمنۍ په لوېدیزوالو کې هغه وېره راژوندۍ کړې چې د امریکا او پخواني شوروي اتحاد د اټومي وسلو له احتمالي کارونې درلوده. د ازاد فکر او ډیموکراسۍ مینه والو شمېر په کمېدو دی.
د ډیکټاتورۍ تر سیوري لاندې د ټولنیز خوځښت هڅې پڅې کېدونکې دي. ۲۰۱۶ د زورواکۍ او ډيموکراسۍ هغه سیالي وه چې پایله به یې راتلونکي نسلونه اغېزمن کړي.