تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۲ نړیوالې جګړې ماین ۵۰ زره جرمنان کور پرېښودلو ته اړ کړل
د جرمني حکومت د دغه هېواد په سوېل کې د اګسبورګ ښار له پنځوس زرو ډېرو استوګنو ته ویلي، چې د کریسمس په ورځ خپل کورونه پرېږدي.
دا خلک د دې لپاره له سیمې اېستل کېږي چې ترڅو د دویمې نړیوالې جګړې غل (ناچاودی) ماین شنډ کړي.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د ماین شنډولو لپاره دومره ډېر وګړي کور پرېښودلو ته اړ کېږي.
اټکل کېږي چې دا ۱۸۰۰ کیلوګرامه بم پر ۱۹۴۴ کال د متحدینو په هوايي بریدونو کې پر ښار غورځول شوی دی.
په دغو هوايي عملیاتو کې دا لرغونی ښار وران ویجاړ شو.
له جګړې وروسته د بیارغونې پر مهال هم دا ماین ونه موندل شول.
پولیس وايي، نه پوهېږي چې د دې ماین شنډول به څومره وخت ونیسي.
د بي بي سي د اروپايي سیمې سمونګر (ایډېټر) مایک سنډرس وايي، د ښار چارواکي له سیمې د خلکو له اېستلو پرته بله لار چار نه لري.
د ماین له سیمې تر یو عشاریه پنځه کیلومتره(۱۵ سوه متره) پورې خلک اېستل کېږي.
چارواکي وايي، ډېری خلک د خپلوانو او دوستانو کورونو ته تللی شي، خو په ورته مهال یې ځینې ښوونځي او لوبغالي هم د خلکو د مېشتېدلو لپاره تیار کړي دي.