ټایمز اف انډیا: هند د پاکستان د ګوښه کولو هڅې جاري ساتي
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
ټایمز اف انډیا:

د عکس سرچینه، Getty Images
هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا د روسيې او پاکستان د اړیکو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، له اسلام اباد سره د مسکو د اړیکو په رڼا کې هند نه غواړي له روسیې سره خپل اړیکي کمزوري کړي، خو هڅه کوي د پاکستان د ګوښه کولو په لړ کې خپلو هڅو ته دوام ور کړي او روسیه قانع کړي چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ اصلي ملاتړی دی.
ورځپاڼه له طالبانو سره د روسیې د اړیکو او د طالبانو په تړاو د روسیې د دریځ په اړه وايي، چې له اسلامي دولت نومې ډلې سره د مبارزې په پلمه د طالبانو هر ډول ښکیلول په نړیواله کچه له ټاکل شوې سرې کرښې تیری دی.
عکاظ:
سعودۍ ورځپاڼه عکاظ د سوریې په شخړه کې د ایران د رول په اړه یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د دولتي ځواکونو له خوا د سوریې د حلب ښار نیول په سیمه کې د ایران د هدفونو د ترلاسه کولو پر لور د پرمختګ یو ګام دی.
د لیکوال په وینا، که څوک دا ګومان کوي چې په سوریه کې د پاڅون په له منځه وړلو سره د ایران رول پای ته رسیږي تیروتلی دی.

د عکس سرچینه، AFP
فایننشال ټایمز:
برتانوۍ ورځپاڼه فایننشال ټایمز په یوه مطلب کې لیکلي چې سعودي عربستان د برتانیا جوړ غونچه یي بمونه په یمن کې کاروي او ښايي دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو منفي اغیز وکړي.
برتانوۍ ورځپاڼې ټایمز په یوه رپوټ کې ویلي چې د ویلز او انګلستان په زندانونو کې د کشمکش د رامنځته کیدو د خطر له امله د زنداونو څارنه سخته شوې ده.
د ورځپاڼې په وینا دغه اندیښنې وروسته له هغه پیدا شوې چې د تېرې جمعې په ورځ په برمنګهام کې د زندانیانو له خوا کشمکش رامنځته شوه.
ورځپاڼه زیاتوي، د ویلز او انګلستان په زندانونو کې د کشمکش په اړه اندیښنې وروسته له هغه رامنځته شوې چې د هل له زندانه په کشمکش کې ښکیل زندانیان هلته ولیږدول شول. په هل زندان کې د جمعې ورځې کشمکش له ۱۹۹۰ کال راهیسې تر ټولو ناوړه بلل شوی.
ورځپاڼې د عدلیې د وزیر هغه څرګندونې هم را اخستې چې په زندانونو کې یې د کارکوونکو د بې کفایتي په اړه کړې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې په امریکا کې باید څنګه له دیموکراسۍ دفاع وشي په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د ولسواکۍ د دفاع لپاره مهمه خبره دا ده چې د دیموکراسۍ اصول پلي شي او د دې معنی دا ده چې له نوي ټاکلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو ژمنو عملي کول وغوښتل شي چې ویل یې، د ولسمشرۍ دندې په پيلولو سره خپل شخصي کاروبار پریږدي .
د چین دولتي ورځپاڼې The people د چین له خوا د یوه امریکايي سمندري ډرون د نیولو په اړه د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه ویلي چې د هغه څرګندونې په دیپلوماسۍ کې د هغه بې تجربه ګي ښيي.
ورځپاڼه د چینايي کارپوهانو په حواله زیاتوي چې د غه ډول څرګندونې ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا رامنځته کړي.








