تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د حلب له ختیځ نه د ولسي وګړو لېږدولو لړۍ درول شوې
د سوریې حکومت ویلی؛ د حلب ښار تشول او د ښار له ختیځې څنډې د ولسي وګړو د ویستلو عملیات درولي دي. سوریه وایي؛ اورپکي د ښار په تشولو کې کړو ژمنو ته وفادار پاتې نشول.
د سوریي دولتي چارواکو ويلي؛ اورپکو نه دي پرېښي چې د دوو شیعه مېشتو ښارونو اوسېدونکي چې د بشار اسد ملاتړي دي ولېږدول شي.
د پنجشنبې په ورځ له ۶۰۰۰ ډېر کسان د حلب له ختیځ نه په بسونو کې بهر ولېږدول شول. د ملګرو ملتونو په وینا، اوسمهال لږ ترلږه ۵۰ زره کسان په ښار کې کلابند دي.
د سوريې پوځ د روسي ځواکونو په مرسته د حلب ختیځ نژدې ټولې سیمې له اورپکو بېرته نیولي دي چې له تېرو څلورو کلونو د هغوی په ولکه کې وې.
د حلب له ختیځ نه د ملکي وګړو د لېږدولو د درېدو لپاره بېلابېل دلایل مطرح شوي. د سوریې دولتي ټلویزیون وایي؛ اورپکو د حلب له ځینو محاصره شویو سیمو د وتلو پرمهال ځان سره بندیان وړي دي.
ځینو پوځي سرچینو خبر ورکړی چې ځینو کسانو د ولسي وګړو د لېږدولو لارې تړلي او ویلي یې دي چې ترڅو د دوو شیعه مېشتو سیمو فوعه او کفریا اوسېدونکي ونه ویستل شي، د ولسي وګړو د لېږد لړۍ به درېدلې وي.
فوعه او کفریا د بشار اسد د مخالفینو تر کنټرول لاندې دي.