اذربایجانۍ په درې کلونو کې د ورېښمو پر پاڼو قران لیکلی

تنزل محمدزاده د اذربایجان یوه نقاشه او خطاطه ده. درې کاله یي ډېر زیار ګاللی چې قران حکیم په تور روښانه ورېښم ولیکي.

تنزل په دغه کار سره هم خپله سرښندنه ښودلې او هم زغم او صبر.

د رپوټونو له مخې، د ترکیې د مرمرا پوهنتون زدکوونکې ۳۳ کلنه تنزل محمدزاده له هغه وروسته دا کار پیل کړ، چې پوه شوه، قران کریم پر مختلفو توکو لیکل شوی، خو تراوسه پر ورېښمو نه دی کښل شوی.

نوموړې زیاتوي، هغه قران دې لیکلی چې د ترکیې د ولسمشرۍ مذهبي چارو یا دیانت رسماُ خپور کړی دی.

د دې قران د پاڼې سور ۲۹ او اوږده ۳۳ سانتي متره دي.

هغې په ۱۶۴ فوټه یا ۵۰ متره روښانه ورېښمو دا قران لیکلی دی.

د خطاطۍ او نقاشۍ دغې هنرمندې د دغه سپېڅلي کتاب د لیکلو لپاره د سرو او سپینو زرو ۱۵۰۰ ملي متره اوبه یا رنګ کارولي دي.