تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ 'سوداګري پرېږدي'، پر ولسمشرۍ تمرکز کوي
ټرمپ وايي، د ولسمشرۍ پر چارو د پام کولو له کبله به خپله 'ټوله سوداګري پرېږدي' او تر ممکنه حده به د ګټو د ټکر مخنیوی وکړي.
نوموړي ویلي، لازم حقوقي سندونه د تنظیمېدو په حال کې دي او په ټولیز ډول به له خپلو سوداګریزو چارو ځان وباسي.
دی وايي: "ولسمشرۍ ډېره مهمه دنده ده."
پر ټرمپ ګوتنیوونکي په دې اند دي چې ګني د ولسمشر په توګه به نوموړی ښايي د امریکا او له نورو هېوادونو سره د راشه درشه په سیاست کې سره وېشلی پاتې شي.
ډونلډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ پر ټویټر لیکلي وو: "د دسمبر پر ۱۵ مه به نیویارک ښار کې له خپلو ماشومانو سره د یوه لوی خبري کنفرانس له لارې هغه حقیقت وڅېړم، چې خپله لویه سوداګري به په بشپړه توګه د ولسمشرۍ د چارو د سم سمبالښت لپاره پرېږدم او امریکا یوځل بیا یو لوی هېواد وګرځوم."
ډونلډ ټرمپ د امریکا هغه لومړنی ولسمشر دی چې هېڅ کوم لوړپوړې سیاسي یا پوځي مخینه نه لري او یوازې اقتصادي فعالیتونه یې درلودل.
ښاغلی ټرمب د ۱۹۷۰ لسیزې نیمايي کې د خپل پلار د شتمنۍ له کبله د ملکیتونو بازار ته ننوت او بیا یې خپل کار په نړیواله کچه وغځاوه.
د ټرمپ د ټاکنیزو سیالیو پرمهال د هغه پر کاروبار ډېرې نیوکې وشوې. داسې نیوکه هم وه چې ولې د خپلې مالیې په اړه څرګندونې نه کوي.
پر هغه منتقدینو به ویل چې شاید دا کار له مالیو د تېښتې له کبله کوي.