تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: د مرغلرو تاج که د عراق پټلۍ
د عراق پټلۍ شبکه د مرغلرو تاج بلل کېږي. د بغداد مرکزي تمځی برتانوي ودانګرو ډیزاین کړی او د ۱۹۵۰ کلونو په لومړیو کې بشپړ شوی، خو پر دغه هېواد په ۲۰۰۳ کال د امریکا په مشرۍ تر یرغل راهیسې یې هم پراخه بیا رغونه نه ده شوې، مګر له ګونبتې سره لوی جوړښت یې یو څه هغه پخوانی جلال او شوکت ترلاسه کړی دی.
علي الکرخي چې له ۴۰ کلونو راهیسې اورګاډی چلوي وايي: "کله چې مړ شم، له خلکو مې هیله ده د دې لپاره مې یاد کړي چې ولې مې هیڅکله هم د تمځي په کار کې لټي ونه کړه".
دا تمځی هغه وخت بختور و چې تر بیت المقدس او ان تر لندن پورې یې له لرې لرې سیمو د اورګاډو ښه پرمختللي سفرونه درلودل.
خو اوس یواځې د شپې سفرونه تر بصرې پورې لري، د اورګاډو ډېر شمېر یې هم یواځې شپږو ته را ټیټ شوی دی او له ۲۰۰ ډېر اورګاډي چلوونکي یې هم اجباري کم شوي دي.
امنیت یې یوه بله مسله ده، له مساپرو غوښتل کېږي چې بکسې په یوه لیکه کېږدي، چې سپي پکې د باروتو او وسلو موندلو لپاره توس ووهي.
ښاغلی کرخي کیسه کوي او هغه ورځ ورته د پرون په څېر ښکاري چې دی څلور کلن و، په بغداد کې به یې چې له کور سره اورګاډی تېرېده، نو ور سره مینه یې پیدا شوه. اوس یې هم د اورګاډي ارن په غوږونو کې انګازه کوي. دی کړکي ته پورته کېږي او اورګاډی تمځي ته د ننوتلو په وخت ویني. په دې سره د ماشومتوب خوند را ژوندی کوي.
د ښاغلي کرخي پلار د بغداد و، مور یې د ایران- کرد سیمې وه.
په ۱۹۸۹ کال غوره شوی و چې د پخواني ولسمشر صدام حسین لېږدوونکی اورګاډی وچلوي، خو د مور نسب یې چې ښکاره شو، نو دغه چانس یې وبایله.
په ۲۰۰۳ کال د صدام حسین له پرځېدلو وروسته چې امریکایان پر دغه هېواد واکمنېدل، ور سره د دولتي ادارو ډېره شتمني او توکي لوټ شول
ښاغلی کرخي وايي " زه په هغه ورځ دلته وم چې خلکو اورګاډي لوټل. ما فکر کاوه چې دوی زما اندامونه پرې کوي او وړي یې".
" دا ډبې د اورګاډو په هکله د عراق د اوسني حکومت د دریځ استازي کوي".
دا لوټل شوي اورګاډي د هغې پټلۍ په څنګ کې اچول شوي چې برتانیا جوړه او یو قبرستان په منځ کې تېره ده.
ښاغلی کرخي په هدیره کې د هغه همکار قبر ته ور روان و، چې له مېرمنې او زوی سره یو ځای وسلوالو وژلی دی. ویې ویل
" زه داسې احساسوم چې اوس د هدیرې یوه خوا د خلکو لپاره او بل لوری د اورګاډو لپاره دی".
" موږ عراقیان دې نور مرګ د ځانګړي شي په څېر ونه وینو، داسې دې وګورو لکه په کوڅه کې د سیګرټو تش پاکت. دا زموږ یو متل دی" هغه زیاتوي " زه نور له مرګه نه وېرېږم"