د فرانسې ټاکنو کې کیڼ اړخو نوماندانو اندېښنې راپارولي

راتلونکي زېږدیز کال ته د فرانسې ولسمشریزو ټاکنو کې نوماندۍ ته پېژندل شوي کسان چې اوس هم دولت کې مهمې څوکۍ لري راوړاندې شوي، خو دې چارې د فرانسې سوسیالست مشرانو اندېښنه راپارولي.

لومړي وزیر مانوېل والز ویلي کېدی شي د ګوند له خوا د ولسمشر فرانسوا هولاند پر وړاندې ودرېږي. دا خبر د ښاغلي هولاند دفتر ورکړ او وايي چې دواړو مشرانو د دوشنبې پر ورځ د ملګرتیا په فضا کې سره غرمنۍ وخوړه.

خو د دولت ویاند سټیفاني لو فول ټینګار کوي چې ټاکنو ته له درېدو وړاندې باید ښاغلی والز له خپلې دندې استعفا وکړي.

بله خوا د فرانسې پخوانى لومړى وزير فرانسوا فيلون به د راتلونکي کال ولسمشريزو ټاکنو لپاره د مرکزي ښى اړخ نوماند وي.

هغه په لومړنيو ټاکنو کې د ٦٨ سلنه رايو په گټلو سره پرېکنده برى ترلاسه کړ.

د خپلو خوښو ملاتړو يوې ټولنې ته د وينا پرمهال، ښاغلي فیلون د ټولو فرانسويانو لپاره د یوې عادلانه ټولنې د جوړولو ژمنه وکړه .

هغه د خپل ټاکنيز کمپاين په ترڅ کې د اقتصادي سمونونو د راوستو او د دولتي مامورينو د کمولو خبره کړې وه.

د هغه لوى سيال ، آلن ژوپي خپله ماته ومنله او د ښاغلي فيلون د ملاتړ ژمنه يې وکړه.