تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوېلي افریقا کې سپرې شیندونکی د 'عذاب کاهن' وغندل شو
په سوېلي افريقا کې په هغه مذهبي مشر نيوکې ډېرې شوې چې په خپلو پیروانو د خزنده وو (حشرو) سپرې ورشيندي او ادعا کوي چې له دې سره خلک رغېږي.
په داسې حال کې چې د دغې سپرې تولېدوونکې کمپنۍ د خپل دغه توليد د کارولو د خطر خبرداری ورکړی او حکومت هم يوه کميسيون ته دنده سپارلې چې د زيانمنو شوو کسانو شکايتونه دې ثبت کړي.
لېتېبو رابلاګو د 'پيغمبرۍ' ادعا هم کړې او 'د عذاب پیغمبر' بللی شوی.
هغه د خپلو کړنو دفاع کوي او وايي چې هغه د خلکو د رغولو لپاره داسې چمونه کوي چې څوک نه پرې پوهېږي.
دغه کاهن پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي: ''د مرګ دوا پاشي یا د مصیبت دوا پاشي'' خلک ښه کولای شي.
د سپرې جوړوونکي شرکت ویلي، حکومت جوړ کړي کمیسیون ته دنده سپارلې چې د کاهن پرضد د هغو کسانو شکایتونه ثبت کړي چې سپرې پرې شیندل شوې ده.
یاد کاهن بي بي سي ته له خپل ځانه په دفاع کې ویلي، دی یوازې د ناروغانو د درملنې لپاره له نادودیزو لارو ګټه اخلي.
سوېلي افریقا کې د ځینو کلیساوو زیارت کوونکو ته نادودیز څیزونه ورښودل کېږي او ګمان یې دا وي چې ګني شفاء بښونکي دي.
دغه لانجمن کاهن پر خپل فیسبوک ځینې انځورونه خپاره کړي چې کلیسا کې د ځینو عبادت کوونکو پر مخونو، په تېره بیا سترګو او د بدن پر نورو غړو خزنده وژونکې سپرې ورشیندي.
ده بي بي سي ته وویل، د یوې ښځې پر مخ یې ځکه دغه سپرې وروشیندله، چې ګني د هغې په سترګو کې التهاب وو.
دی اعدا کوي چې دا ښځه ''اوس ښه ده، ځکه چې د رب پر قدرت ایمان لري.''
یاد کاهن دا ادعا هم کوي چې د سپرې شیندل د سرطان ناروغي له منځه وړي او د وجود مقاومت ډېروي.
لېتېبو رابلاګو له (اېن سي اې) وېبپاڼې سره په مرکه کې ویلي ''حقیقت دا دی چې د مرګ یا مصیبت سپرې په ښه توګه خلک ښه کولای شي.''
سپرې جوړوونکي شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: ''موږ ښه روښانه کړې چې د خلکو پر مخونو د سپرې شیندل خوندي کار نه دی، دا کار د اندېښنې وړ دی. دا سپرې د حشرو د وژلو لپاره جوړه شوې او په ښکاره پرې لیکل شوي چې د نورو موخو لپاره باید ونه کاروله شي.''
په یوه بله جلا پېښه کې، یوه کاهن د کلیسا زیارت کوونکي د درملنې په موخه د مارانو او وښو په خوړلو او د سونتوکو په څښلو قانع کړي.