تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جاپان لومړی وزیر: پر ډونلډ ټرمپ ډېر باور لرم
د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له یوه بهرني مشر سره په لومړنۍ کتنه کې د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابې سره لیدلي دي.
ښاغلي ابې تردې کتنې وروسته وویل چې دی پر ټرمپ "ډېر اعتماد" لري او په دې باور دی چې دواړه کولی شي د اعتماد پر بنسټ اړیکې جوړې کړي.
دواړو مشرانو د ۹۰ دقیقو لپاره په نیویارک کې په ټرمپ ټاور کې سره خبرې اترې وکړې چې "ګرمې" بلل شوې دي.
دا کتنه ځکه د پام وړ وه چې ډونلډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال خپلو شعارونو سره د امریکا له پخوانیو ملګرو له دې ډلې جاپان سره د امریکا ستراتیژیکې اړیکې تر پوښتنې لاندې راوستې وې.
دا دواړه هېوادونه تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته سره ملګري دي، یعنې له هغې وروسته چې امریکا د جاپان د اقتصاد بیارغونې سره مرسته وکړه.
ښاغلي ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه چې د ټي پي پي سوداګریز شراکت تړون لمنځه وړي؛ هغه تړون چې د جاپان لومړی وزیر یې د چین له قدرت او اقتصادي نفوذ له پراختیا سره د مقابلې لاره بولي.
د جاپان پارلمان په دې وروستیو کې دغه تړون ته مثبته رایه ورکړې ده.
ښاغلي ټرمپ همداراز ویلي و چې جاپان باید په خپله خاوره کې د امریکا پوځي هډو ساتلو لپاره د هغې یو څه ډېره برخه لګښتونه پرغاړه واخلي او ان دا فکر یې مطرح کړی چې جاپان او سوېلي کوریا د شمالي کوریا له ګواښ سره د مقابلې لپاره په خپلواک ډول د اټومي پراختیا هڅه وکړي.
د پنجشنبې ورځې کتنه ظاهرا د ښاغلي اې په نوښت ترسره شوه چې ویلي یې و د اسیا - اقیانوسیه مشرانو په ناسته کې د ګډون په موخه پیرو ته تر سفر وړاندې نیویارک کې د تم کېدو پرمهال له ټرمپ سره کتنې ته لېوال دی.
ښاغلي ابې تر دغې کتنې وروسته وویل: "موږ ډېرې څرګندې او هراړخیزې خبرې وکړې. خبرې اترې په ډېرې ګرمې فضا کې ترسره شوې."
"زما باور دا دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له اعتماد پرته به، ددوی ترمنځ اتحاد تر پوښتنې لاندې لاړ شي او زه د نن ورځې ناستې په پایله کې قانع شوی یم چې ښاغلی ټرمپ داسې مشر دی چې کولی شم پر هغه ډېر باور وکړم."
د جاپان لومړي وزیر ددغې کتنې جزییاتو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې دواړو هوکړه وکړه چې پر مسئلو د ژور بحث لپاره یو بل سره وګوري.
ښاغلي ټرمپ له ټاکنو راهیسې له لسګونو بهرنیو مشرانو لکه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بریتانیا لومړۍ وزیرې تېریزا می سره پر ټېلفون خبرې کړې دي.
ورته وخت کې امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې ښاغلي ټرمپ متقاعد امریکایی جنرال مایکل فلین د ملي امنیت سلاکار څوکۍ ته نومولی دی.
جنرال فلین چې یو مهال د امریکا دفاعي اطلاعاتو سازمان مشر و د ټاکنیز کمپاین پرمهال ټرمپ ته مشورې ورکولې.
ورته وخت کې ښاغلي ټرمپ د سوېلي کارولینا له والي نیکي هیلي سره کتلي او ویل کېږي چې ښایي هغه د بهرنیو چارو وزارت پوسټ ته نومانده وي. مېرمن هیلی یوه هندي الاصله امریکایۍ ده او یوه منځلارې څېره ګڼل کېږي.
بلخوا د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس په واشنګټن کې د کانګرس پر جمهوریپالانو سربېره د ډیموکراتانو له مشرانو سره کتلي دی.
ښاغلي پنس ویلي؛ ډاډمن دی چې د ښاغلي ټرمپ دولت له ډیموکراتانو سره کار کولی شي.