اوباما او ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې سره وليدل

اوباما او ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ښاغلي ټرمپ په وينا دغه لیدنه له څه چې تاکل شوې وه ډېر دوام وکړ. نوموړي وویل له اوباما سره د نورو ليدنو هيله لري.

د امريکا نوی ټاګل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ولسمشر بارک اوباما سره د ليدو په موخه سپينې ماڼۍ ته تللی.

د بارک اوباما او ډونلډ ټرمپ تر منځ خبرې د پردو تر شاه و شوې. په پای کې دواړو د ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه خبري کنفرانس کې هم ګډون وکړ.

غونډې ته په خبرو کې ډونلډ ټرمپ وويل، ده له بارک اوباما سره په ډېرو برخو خبرې وکړې چې د ده په وينا په هغو کې پر ځينو "سختو موضوعګانو" هم خبرې وشوې.

د ښاغلي ټرمپ په وينا دغه لیدنه له څه چې تاکل شوې وه ډېر دوام وکړ. نوموړي وویل له اوباما سره د نورو ليدنو هيله لري.

ښاغلي اوباما له ټرمپ سره د يو ځای کار ژمنه وکړه او په وينا يې دی او ډله به يې د ښاغلي ټرمپ د بريالتيوت لپاره ټوله ممکنه مرسته وکړي.

ښاغلی ټرمپ په داسې حال کې د واک د لېږد په موخه له ولسمشر اوباما سره لیدنه کړې چې په ولسمشريزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ له بريا وروسته د امريکا په بېلابېلو ایالتونو کې د ډونلډ ټرمپ پر ضد لاریونونه شوي.

اوباما او ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د چهارشنبې په ورځ (۱۰ اکتوبر) په نیویارک کې سلګونو کسانو منهاټن کې د ټرمپ څلي پر لور لاریون وکړ. هغوی له ځان سره انځورونه لېږدول چې پرې لیکلی شوي و "زما ولسمشر نه یې" او نور شعارونه یې هم ورکړل.

اوباما او ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

همداراز شیکاګو کې د ټرمپ ټاور د ننوتلو لارې بندولو راپورونه ورکړل شوي. په دغه لاریون کې د خلکو شعارونه دا و چې "ټرمپ نه، کوکلوس کلاس نه، فاشیست نه" او "زما ولسمشر نه یې".