تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ ته د نړیوالو مشرانو مبارکۍ
روسيه
د ورسيې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ولسمشر ولادمیر پوتین ډونالډ ټرمپ ته یو پیغام لېږلی، چې په کې یې د روسیې او امریکا اړیکو ایستلو هیله څرګنده کړې.
ولسمشر پوتین ویلي 'له کړکېچونو د نړۍ ایستلو او په نړیواله کچه د ټیکاو پر وړاندې پرتو خنډونو سره د مبارزې لپاره د روسیې او امریکا تر منځ مثبتو خبرو ته اړتیا ده، چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي. '
چین
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه هېواد هیله مند دی، چې له نوي امریکايي حکومت سره به د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ په خبره:
'د امریکا او چین په خپل منځي سوداګریزو اړیکو کې د دواړو هېوادونو ګټه ده، چین او امریکا د نړۍ دوه مهم او سنجیده طاقتونه دي او مسایل به په ګډه حل کړي. '
فلسطیني سیمې
د فلسطین ولسمشر محمود عباس په یوه اعلامیه کې ښاغلي ټرمپ ته مبارکي ویلي او هیله یې څرګنده کړې، چې د هغه د ولسمشرۍ پر مهال به د سولې راتګ شونی شي.
فیلپین
د فیلیپن ولسمشر رودریګو دوتریت چې د خپلو سختو څرګندونو له کبله مشهور دی د امریکا متحدو ایالتونو نوي ټاکل شوي ولسمشر ته ' د زړه له تله مبارکي ' ویلې ده.
د ولسمشر د یوه ویاند په خبره، ولسمشر غواړي د فلیپین او امریکا تر منځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي، داسې اړیکي، چې بنسټ یې پر متقابل درناوی، ګډو ګټو، ولسواکي او د قانون پر لاسبرۍ ولاړ وي.
ایران
د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي امریکا باید هغې هوکړې ته درناوی وکړي، چې له ایران سره د دغه هېواد د اتومي پروګرام پر سر کړې.
ایراني رسنیو ویلي ' امریکا او ایران کوم سیاسي اړیکي نه لري، خو مهمه دا ده، چې امریکا پرخپلو نړیوالو ژمنو ودریږي او موږ تمه کوو، چې نړیواله ټولنه به امریکا د دې لپاره اړباسي. '
مالیزیا
د مالیزیا لومړي وزیر ویاند د بي بي سي خبریال جوناتن هیډ ته ویلي ( د مالیزیا لومړی وزیر نجیب د ټرمپ ګولف لوبې ملګری دی او پر میز یې د دواړو یو ګډ تصویر ایښي، چې ټرمپ پرې لیکلي ( هغه لومړي وزیر ته، چې زما ډېر خوښ دی )
سنګاپور
د سنګاپور لومړي وزیر ټرمپ ته مبارکي ویلي او ویلي یې دي، چې له هغه سره ګډ کار ته لېوال دی. نوموړي ویلي د برېګزیټ په څېر د ټرمپ بریا په پرمختللیو هېوادونو کې د نهیلۍ له منځه وړلو او اوسني حالت د بدلون هیله څرګندوي.
ښاغلي ټرمپ پر سنګاپور، چین او هند تور پورې کړو و، چې ګواکې امریکا کې 'دندې غلا 'کوي.
بل لور ته امریکا کې د فرانسې سفیر ټویټر پیغام لیکی و، چې وروسته یې ړنګ کړ. په هغه پیغام کې لیکل شوي وو، ' له برېګزیټ او دغو ټاکنو وروسته هر څه ممکن دي، زموږ پر وړاندې نړۍ تباه کېږي، سر مې ګرځي '
د ولسمشرانو او نورو مشرانو تر څنګ اروپا کې د یو شمېر کیڼ اړخو سیاسي ګوندونو مشرانو هم ډونالډټرمپ ته مبارکي ویلې ده.