ولې هند کې ځینې کسان سپي وژني؟

د هند کېرالا ایالت کې د سږ کال اوږدو کې نژدې ۷۰۰ کسان سپیو داړلي دي.

دې سره یو شمېر خلک د کوڅه ډبو سپیو د وژنې یوه کمپاین ملاتړ کوي او دغې چارې بیا د حیواناتو حقونو پلویان غوسه کړي دي.

اشرف پدانا د سپیو یوه وژونکي سره لیدلي. کېرالا کې یوه وزیر دا وروستیو کې ویلي و، چې دغه ایالت کې نژدې نیم میلیون کوڅه ډب سپي ګرځي، چې وايي د سپیو داړنې پېښې ورسره ډېرې شوې دي.

اګست کې یوه سپین سره ښځه د سپیو داړنې له کبله ومړه، چې له هغه وروسته ولس کې غوسه راوپارېده.

دې سره جوسي ماویلي نومي سړی چې د ' سپیو له منځه وړلو ' نومې فعالانو د ډلې اړوند دی، غواړي د دوی په خبره د ' سپیو ګواښ ' له منځه یوسي.

خو د سپیو له منځه وړلو لپاره د هغه تګلاره ډېره ناندریزه ده.

هغه وايي هر چېرې چې ځي له ځان سره یو بادي ټوپک ګرځوي، چې له ځانه دفاع وکړي. نوموړی ادعا کوي، چې دې سره یوازې سپي ډاریږي او تښتي.

هغه له دې کبله چې د چارواکو په خبره له حیواناتو سره ظلم کوي، څو ځلې جریمه شوی دی او اوس هم په ضمانت ګرځي. ښاغلی ماویلي دا هم وايي، چې د سپیو نورو وژونکو ته پنځه سوه هندي روپۍ ورکوي، چې وايي تر اوسه یې داسې ۵۰ کسانو ته دغه ' انعام ' ورکړی.

ښاغلی ماویلي چې د یتیمو ماشومانو لپاره د یوه پناه ځای چارې پر مخ بیايي له چارواکو غوښتنه کوي، چې خلکو ته د کوڅه ډبو سپیو د وژنې اجازه ورکړې او که نه په وینا یې خلک به همداسې له ځانه د دفاع په پار سپي وژني او عکسونه به یې پر ټولنیزو پاڼو او ځايي ورځپاڼو کې خپریږي.

خو د حیواناتو د حقونو فعالان بیا د ښاغلي ماویلي له دریځ سره یوه خوله نه دي.

دوی غوښتنه کوي، چې باید حکومت د سپیو وژنې اجازې ورکولو پر ځای د دغو سپیو د زېږون مخنیوي لپاره ( ای بي سي ) نومې پروګرام پلي کړي.

بل لور ته چارواکي وايي هڅه کوي، چې دغه چاره وکړي. د ایالتي وزیر کي ټي جلیل په خبره د کوڅه ډبو سپیو د زېږون کچه لوړه ده او مخنیوی کول یې وايي اسانه چاره نه ده.

نوموړی وايي، دسپیو نیونکي هم لږ دي، چې د دوی کار یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړی دی:

'' زموږ په ایالت کې یوازې ۵۶ کسان لرو، چې کوڅه ډب سپي نیسي، خو موږ داسې ۱۵۰۰ کسانو ته اړتیا لرو او په پام کې ده، چې دغسې نور کسان له روزنې وروسته په دنده وګومارو. ''

د حیواناتو حقونو یوه سازمان ' پیټا ' فعاله غړې شمبهاوې تیواري وايي، '' هغه کسان چې سپي وژني باید له ارزونې وروسته یې رواني درملنه وشي. ''

کېرالا کې د بشریت نړیواله ټولنه نومې سازمان فعالان وايي '' کېرالا کې د کوڅه ډبو سپیو وروستۍ وژنې د اساسي قانون او ایالتي قوانینو تر پښو لاندې کولو په مانا دي. دوی وايي اي بي سي یا د کوڅه ډبو سپیو د زېږون مخنیوي پروګرام د دغې ستونزې یوازینی حل دی. ''

تصویرونه: ایس، کي، موهن