بریتانیا کې به تر راتلونکي کاله د پیسو پړسوب څلور سلنه ډېر شي

د اقتصادي څېړنې یوه بنسټ په خپله وړاند وینه کې ویلي، ۲۰۱۷ کال کې به دغه هېواد کې بیې په چټکۍ سره لوړې شي.

د اقتصادي چارو لپاره د بي بي سي خبریال کریس هانسټڼ د د ټولنیزو او اقتصادي څېړنو ملي انسټيټیوټ له قوله وایي، لامل یې په هېواد کې دننه پر مصرفوونکو د سټرلنګ پونډ ارزښت غورځېدو اغېز دی.

دغه نوې وړاندوینه د اګست میاشت کې د پونډ درې سلنه ارزښت لوېدو ته په پام سره شوې.

ماهرین وايي، د بریتانیا اقتصاد له جدي ګواښ سره مخامخ دی، چې دغه ستونزه به وايي، د دغه هېواد د اقتصادي ودې مخنیوی وکړي.

د ټولنیزو او اقتصادي څېړنو ملي انسټيټیوټ مشر ډاکتر انګس آرمسټرانګ بي بي سي ته ویلي، 'دغه وضعیت به خلک له دوه ستونزو سره مخامخ کړي. '

نوموړی وايي، 'یا دې خلک لګښتونه لږ کړي او یا به سپما لږوي. '

هغه زیاتوي 'دا چې د خلکو د سپما کچه د ۲۰۰۸ کال پرتله هم لږ شوې او له همدې کبله خلک اړ دي، چې لګښتونه لږ کړي. '

د پیسو لږ لګښت به د راتلونکي کال اوږدو کې د سوکه اقتصادي ودې سبب شي. '

د لومړنۍ اړتیا توکو بیو کې د سپتمبر میاشت کې یو سلنه لوړوالی راغی. دا په بریتانیا کې د تېرو دوو کلنو مودې کې د پیسو د پړسوب تر ټولو لوړه کچه ده.

په پام کې ده د انګلستان مرکزي بانک نن په خپل څلورمیاشتني رپوټ کې د پیسو د پړسوب کچه له هغې وړاندوینې ډېره وښيي، چې مخکې ویل شوي وو.

له هغه وروسته، چې بریتانویانو له اروپایي ټولنې د وتلو لپاره رایه ورکړه، د دغه هېواد د پولي واحد یا کرنسي سټرلنګ پونډ ارزښت د ډالر او یورو پر وړاندې ډېر ټیټ شوی دی.

د ټولنیزو او اقتصادي څېړنو ملي انسټيټیوټ وړاندوینه کوي چې پونډ به سږکال او آن راتلونکې کال کې د ارزښت په همدغه ټیټه کچه کې پاتې شي.

اوس یو سټرلنګ پونډ له یو اعشاریه ۲۲ ډالرو او یو اعشاریه ۱۱ یورو سره بدلیږي. د پونډ د ارزښت ټیټېدل د دې لامل شوی چې د یو شمېر وراداتي توکو بیې لوړې شي.

د ټولنیزو او اقتصادي څېړنو ملي انسټيټیوټ یو بل مشر، سایمن کربي وايي، له اروپایي ټولنې د وتلو لپاره د ټولپوښتنې یو تر ټولو لوی اقتصادي اغېز د پونډ ارزښت ټیټېدل دي.

''په داسې حال کې چې موږ هیله لرو، دا حالت به لنډ مهاله وي، د پونډ ارزښت ټیټېدل به په راتلونکو میاشتو کې د اړتیا وړ توکو په بیې مهم اغېز ولري. خو باید ووایم چې دا وضعیت به په راتلونکو کلنو کې د خلکو د پېرلو توان هم اغېزمن کړي. ''

د بریتانیا یو نامتو اقتصاد پوه، سمول تامبز د ټولنیزو او اقتصادي څېړنو ملي انسټیټیوټ له وړاندوینو سره یوه خوله دی.

هغه وایي د خلکو د ژوند کچه ټیټه شوې. د تېلو، خوړو او د تکنالوژۍ وسایلو بیې د پونډ د ټیټ ارزښت له امله په لوړيدو دي او راتلونکې کال کې به د ټولو اړتیاوړ توکو بیې لوړې شي.