تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له اروپايي ټولنې تر وتلو وروسته د بریتانیا اقتصاد له اټکل ډېره وده کړې
د بریتانیا د اقتصاد ملي اداره په تازه شمېرو کې وايي، په ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې تر وتلو وروسته د دغه هېواد اقتصاد له اټکل چټکه وده کړې ده.
د دې شمېرو له مخې د بریتانیا اقتصاد د جولای او سپټمبر ترمنځ نیم سلنه وده کړې ده.
دا وده تر دریو پخوانیو میاشتو چې ۰،۷ سلنه وه، کمه ده، خو د شنونکو د اټکل اپوټه- چې ۰،۳ سلنه یې اټکل کړې وه- ډېره ده.
رپوټونه وايي، د خدمتونو برخې ډېر فعالیت په اقتصادي وده کې مرسته کړې ده.
په دې برخه کې ۰،۸ سلنه وده شوې ده.
دا شمېره په دې موده کې د اقتصادي ودې لومړنی اټکل دی چې د نږدې نیمو ترلاسه شویو معلوماتو په بنسټ اعلانېږي.
د بریتانیا د مالیې وزیر فیلیپ هامونډ د دې شمېرو هرکلی کوي او وايي، "د بریتانیا د اقتصاد بنسټ پیاوړی دی او د نن ورځې دا معلومات اوشمېرې دغه ټکي ښيي."
د رپوټونو له مخې، له اروپايي ټولنې تر وتلو وروسته د بریتانیا اقتصادي وده لږ ورو شوې وه، خو دومره هم نه چې په تړاو یې اندېښنې وې.
خو شنونکي وايي، اوسنۍ شمېرې انډولي نه دي او یواځې د یوې برخې(خدمتونو) له مخې چمتو شوې دي.
د دوی په خبره، د بریتانیا اقتصاد د کرونګرۍ، تولید او صنعت په برخه کې دا ډول وضعیت نه لري.