د ځنګل ژوند

عکاس ایډ ګولډ د سامرسېټ د هغو خلکو ژوند انځوروي چې په ځنګل کې ډ ډېرو کلونو لپاره اوسي، په وروستیو کې هغه په ټېنکرز ببل کې ځنګلي ټولنې ته تللی او له ځینې کسانو سره یې خبرې کړې چې ځنګلونو کې ژوند خوښوي.

اېډ شاو ۲۹ کلن دی، له دوو کلونو ډېر وخت کېږي چې دلته اوسي. ډېر وخت یې په سړکونو تېر کړی او اوس دې پایلې ته رسېدلی چې ښاري ژوند یې خوښ نه و.

نوموړی وايي، طبیعت ته نږدې اوسېدل د سړي ژوند ډېر ښه او ارزښتمنوي. " له ژونده به خوند اخلې، کله چې بوټي شنه کېږي، باران ورېږي، پتنګان در سره نږدې اوسېږي. "

هغه وايي، ۳۰۰ داوطلب یې هر کال د ځای لیدلو ته ورځي او همدارنګه زرګونه کسان شته چې غواړي ژوند بدل کړي او دا خلک به په ټولنه کې مثبت بدلون راولي.

د ایډ ګاونډۍ سوفیا وايي، دې سیمې ته له راتګ مخکې یې داسې ریښتونی ځای لیدلی نه و، خو دلته تګ ورته په دې اسان و چې نور کسان هم شته.

نوموړې منندویه ده چې له یوې ډلې خلکو سره تړلې ده او فکر کوي چې دوی یوه لویه کورنۍ دي، چې له نورو ځایونو دلته راغلي او سره یو ځای شوي دي.

نوموړې وايي، په دوبي کې هره ورځ تر ۴۰ برېښنالیکونه ترلاسه کوي، چې لېږونکي یې د اوسېدلو غوښتنه کوي او اونۍ کې دوه یا درې کسان هم ناڅاپه دلته د اوسېدو غوښتنه کوي او دا په دې معنا ده چې خلکو د ژوند کولو غوره لار موندلې.

د هغې په اند د ځنګل ژوند داسې ژوند نه دی چې هرڅوک یې وکړي، خو د رواني روغتیا لپاره غوره دا ده چې له صنعتي ژوند لرې واوسې او ورځ تر ورځې زیاتېدونکي بیروبار او سوداګرۍ څخه واټن واخلي.

لورا اېکس چې ۳۰ کلنه ده، کال مخکې دلته راغلې، پخوا هم په سوېټزرلېنډ کې په داسې کور کې اوسېدلې چې برېښنا یې نه لرله.

هغه وايي، دا ریښتونی ژوند دی، ځکه د ژوند کولو لپاره هرڅه کوي، خواړه په خپله برابروي او په دې ډول د ژوند سټایل احساسوي.

"خلک په هغه څه پسې ځي چې پلان کړي یې وي. زه له اسانو سره بوخته یم، غوا لوشم او خواړه تیاروم"

دا تر ټولو ډېر وخت دی چې زه یې په یو ځای کې تېروم. "دا ژوند مې خوښېږي. را ته وايي، دا د مثبتو ګامونو او مثبت راتلونکي په لور لار ده."

"دا زما لپاره د خوښۍ ځای دی چې پوهېږم دا ځای شته، په دې ډېر ډاده کېږم چې احساسوم د زیاتېدونکې ډلې برخه یم"

"زما په اند خلک په دا ډول ژوند کې ډېر باهوشه وي"

"خلک خپلو نظریو بدلولو ته تیارېږي یا هم د هغه څه په هکله نظر لري چې ډېر مهم وي."

جین جاسف ډېر ژوند په حرکت کې تېر کړی، په ماشومتوب او پخوانیو کلونو کې یې د اروپا او افریقا د ژوند خوند څکلی دی. خو دا مهال دلته په ژوند خوشاله ده.

خو نوموړې له ځنګل هم ځوان نسل ته فکر کوي او په دې باور ده چې ځوان نسل د ملت او توکم په ځای د زړه سوي فکر لري.

میکاییل زایر په ۱۹۹۴ کال دې ځنګلي ټولنې ته ور ګډ شوی دی، دی وايي ۲۲ کاله یې د ځنګل ژوند وکړ، خو بېرته د کور درلودلو فکر کې نه دی او ځان د خنګل سړی بولي.

"که ما واده کړی وی، بیا به دلته نه وم، دا زما کورنۍ ده، دا راته هیښوونکې ده"

دا لومړۍ ځل دی چې ۲۲ کلنه ایډین ایونز د ځنګلي ټولنې برخه شوې، په دې سیمه کې له ژونده خوشاله ده او وايي، له بڼوالۍ، کروندې او چاپېریالیتوب سره مینه لري.

جېک وايي، له فرهنګي پلوه دا اسانه نه ده چې د ځنګلي ټولنې ژوند غوره کړې. د هغه په خبره، دا ژوند کله ننګوونکی هم وي په تېره په ژمي کې.

نتالي هوس له جرمني بریتانیا ته راغلی و چې په سکاټلېنډ کې د طبیعت ساتنې برخه کې کار وکړي، خو وروسته یې دنده پرېښوده او د ځنګلي ټولنې ژوند کولو سره یې مینه شوه.

هغه وایي، کله چې ماشوم و، د نړۍ ژغورلو فکر ور سره و، خو د کلونو په تېرېدلو سره له خپلې هیلې لرې شو، د خپلو خوبونو د رښتیا کولو په لار یې ګامونه پورته کولی نه شول او د ځنګل ګوښه ژوند یې غوره کړ.