کرېکټ: لومړۍ شل اوره لوبه افغانستان وګټله

د افغانستان او زمبابوې تر منځ د شل اوره سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان په شپږو وېکټو وګټله او په دغه لړۍ کې اوس دوی ۱-۰ مخته شول.
د لوبې پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
زمبابوې د لوبې ښه پیل وکړ او په ۱۲ اورونو کې یې ۱۰۰ منډې جوړې کړې.
د دوی لومړی لوبغاړی سکندر رضا په ۵۹ منډو د راشد خان په توپ وسوځېد.
د لومړي لوبغاړي تر سوځېدو وروسته لوبه افغان توپ اچوونکو کنترول کړه او ژر ژر یې د سیالې لوبډلې لوبغاړي وسوځول.
زمبابوې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې وکړې.
پر سکندر رضا سربېره چبابا هم نیمه سلیزه پوره کړه او په ۵۴ منډو وسوځېد.
د افغانستان له لورې یو وار بیا دولت ځدران ښه توپ اچونه وکړه او درې لوبغاړي یې وسوځول.
افغانستان د ۱۵۴ منډو هدف په وروستي اوور کې د ۴ لوبغاړو له سوځېدو وروسته تر لاسه کړ.
د افغانستان په توپ وهونکو کې محمد شهزاد ۳۴، محمد نبي ۳۳ او نجیب ځدران ۳۷ منډې وکړې.
دا د دوو شل اوره لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وه چې افغانستان وګټله.
د دواړو لوبډلو تر منځ دویمه او وروستۍ لوبه د اکتوبر په ۲۸مه نېټه ترسره کېږي.
افغانستان تر دې وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړې وه.








