افغانستان د يو ورځنيو لوبو لړۍ له زمبابوې وګټله

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او زمبابوې کرېکټ لوبډلو تر منځ د يو ورځنيو سيالو د لړۍ په پنځمه او وروستۍ لوبه کې افغانستان زمبابوې ته سخته ماته ورکړه.
د پنځو يو ورځنيو لوبو په دغه لړۍ کې افغانستان درې او زمبابوې دوې لوبې ګټلې دي.
ددغې لوبې پچه زمبابوې وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان له خوا په ننۍ لوبه کې نور علي ځدراڼ ۵۴، محمد نبي ۵۳، اصغر ستانکزي ۳۸ او محمد شهزاد ۲۶ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې په پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۵ منډې جوړې کړې.
زمبابوې ونشوای کړای ټاکل شوی هدف پوره کړې، د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې يوازې ۱۷۲ منډې جوړې او لوبه افغانستان ته وبايلله.

د عکس سرچینه، ACB
له افغان ټيم دولت ځدراڼ څلور کسه، امير حمزه درې، راشيد خان دوه او ميرويس اشرف يو کس وسوځاوه.
د زمبابوې لپاره سين وېليمز په ۱۷۹ توپونو ۱۰۲ منډې جوړې کړې او د راشيد خان له خوا وسوځول شو.
د افغان کرېکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي دغه لوبې د راتلونکي کال نړيوال جام ته د چمتوالي يو مهم پړاو بللی دی.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له خپل نوي روزونکي انضمام الحق سره د اکتوبر پر ۱۶ له زمبابوې سره د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ پیل کړې وه.
ټاکل شوې ده د افغانستان او زمبابوې لوبډلو تر منځ دوه شل اوريزې لوبې هم ترسره شي.








