ورېندر سهواګ له نړيوال کرېکټ لاس پر سر شو

سهواګ د هند لپاره ۱۰۴ ټيسټ لوبې کړې، ۸۵۸۶ منډې يې کړي او دوه ځله يې ''ټرپل سنچري'' له ۳۰۰ زياتې منډې کړې دي.

د عکس سرچینه، PTI. AP

د عکس تشریح، سهواګ د هند لپاره ۱۰۴ ټيسټ لوبې کړې، ۸۵۸۶ منډې يې کړي او دوه ځله يې ''ټرپل سنچري'' له ۳۰۰ زياتې منډې کړې دي.

د هند وتلی کرېکټ لوبغاړی او پخوانی اوپنر وريندر سهواګ له پنځه ورځنيو يا ټېسټ، يو ورځنيو او شل اووريزو کرېکټ لوبو نه لاس پر سر شوی دی.

سهواګ د سې شنبې پر ورځ ( اکتوبر، ۲۰) پر ټوېټر پاڼه په يوه پيغام کې ويلي: ''زه د نړيوال کرېکټ له ټولو ډولونو نه استعفا کوم او د هند له پرېمير ليګ نه هم استعفا کوم.''

له دغه پيغام وروسته په يوه ويناپاڼه کې ده ويلي، څه موده وړاندې يې پرېکړه کړې وه، چې د خپلې ۳۷مې کليزې نمانځلو پر مهال به له کرېکټ سره خدای په امانی کوي.

دی وايي اوس د دې وخت رارسېدلی چې له کرېکټ نه لاس پر سر شي.

سهواګ کرېکټ کې خپل سفر يادګاري وښود ويې ويل په خپل سفر کې يې هڅه وکړه چې ځينې تلپاتې کارونه وکړي او په خبره تر يوه بريده بريالی هم و.

ده د کرېکټ له لوبغاړو مننه وکړه.

سهواګ ويلي: ''زه له هغو ټولو کسانو مننه کوم چې د کرېکټ پر مهال يې ما ته مشورې راکړې دي. له هغوی بښنه غواړم چې مشوره يې ما نه ده منلې، ځکه زما د لوبې طريقه جلا وه.''

دی دويم کس و چې په نړیوال کرېکټ کې يې په يو ورځنيو لوبو کې غبرګه سليزه ووهله

د عکس سرچینه، virendersehwag

د عکس تشریح، دی دويم کس و چې په نړیوال کرېکټ کې يې په يو ورځنيو لوبو کې غبرګه سليزه ووهله

وريندر سهواګ د ټېسټ لوبو پيل په ۲۰۰۱ کال کې له جنوبي افريقا سره لوبه کې وکړ او د يو ورځنيو لوبو پيل يې تر دې دوه کاله وړاندې د پاکستان په مقابل کې وکړ.

ده د هند لپاره ۱۰۴ ټيسټ يا پنځه ورځنۍ کرېکټ لوبې کړې، ۸۵۸۶ منډې يې کړي او دوه ځله يې ''ټرپل سنچري'' له ۳۰۰ زياتې منډې کړې دي.

سهواګ په ۲۴۵ يو ورځنيو لوبو کې د څه باندې ۳۵ منډو په اوسط ۸۲۷۳ مندې کړې دي.

دی دويم کس و چې په نړیوال کرېکټ کې يې په يو ورځنيو لوبو کې غبرګه سليزه ووهله.