افغان کریکټ لوبډله له زیمبابوې سره ۵ یوه ورځنۍ لوبې کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د روانې اکتوبر میاشتې تر ۲۹ نېټې پورې زیمبابوې کې وي.

د عکس سرچینه، Afghan Cricket Board

د عکس تشریح، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د روانې اکتوبر میاشتې تر ۲۹ نېټې پورې زیمبابوې کې وي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د دوشنبې په ورځ (اکتوبر پنځمه/تلې ۱۳مه) د ۲۴ ورځو په یوه سفر زیمبامبوي ته ځي.

لوبډله به هلته د زیمبامبوې له لوبډلې سره ۵ یوه ورځنۍ او دوې شل اووریزې لوبې کوي.

دغه سفر کې به د لوبډلې نوی روزونکی انضمام الحق هم له لوبډلې سره ملگرى وي.

کابل کې د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي ته ددغو لوبو په اړه وویل:

''ټاکل شوې نن د کریکټ ملي لوبډله زیمبابوې ته روانه شي، لوبډله به د اکتوبر تر ۱۶مې نېټې خپل تمرینونه کوي او په لړ کې به ځینې دوستانه لوبې هم کوي، چې د زیمبابوې پروړاندې خپلې لوبې په ښه ډول مخته یوسي.''

ښاغلی هوتک وايي، افغان لوبډله به د زیمبابوې پروړاندې دوه شل اوریزې لوبې هم وکړي.

دی وايي، نوی روزونکی انضمام الحق ډېر پیاوړی روزونکی دی، چې وړاندې د پاکستان کریکټ لوبډلې پیاوړی لوبغاړی پاتې شوی.

انضمام الحق په ډېر زغم مشهور دی، چې له تمې سره سم به له افغان لوبډلې سره اغېزناک تمام شي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د روانې اکتوبر میاشتې تر ۲۹ نېټې پورې زیمبابوې کې وي.

انضمام الحق
د عکس تشریح، ۴۵ کلن انضمام الحق ۱۲۰ ټیسټ او ۳۷۸ نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې دي.

غوره شوي لوبغاړي

۱. اصغر ستانکزی (لوبډلمشر)

۲. نورو منګل

۳. نور علي ځدران

۴. شهزاد محمدي

۵. سمیع الله شینواری

۶. محمد نبي عیسی خیل

۷. نجیب الله ځدران

۸. شفیق الله شفق

۹. حشمت الله شاهدي

۱۰. حمزه هوتک

۱۱. میرویس اشرف

۱۲. شاه پور ځدران

۱۳. دولت ځدران

۱۴. افتاب عالم

۱۵. فرید ملک

د شل اوریزو لوبو لپاره څلور بدلونونه

۱. د میرویس اشرف پر ځای کریم صادق

۲. د حشمت الله شاهدي پر ځای عثمان غني

۳. د نور علي ځدران پر ځای ګلبدین نایب

۴او د دولت ځدران پر ځای رشید ارمان