کرېکټ: هند پاکستان ته په ۷ ويکټو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، BBC World Service
په بنګله دېش کې د کريکټ د ۲۰ اووريز نړیوال جام سياليو د دويم پړاو په لومړنۍ لوبه کې هند پاکستان ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه هند وګټله او پاکستان ته يې د بېټنګ بلنه ورکړه.
د پاکستان پيل چندانې ښه نه و او هغه مهال چې منډې يې ايله ۵۰ وې د سر سر څلور لوبغاړي يې سوځېدلي وو.
که څه هم د پاکستان وېکټ ساتونکي عمر اکمل او صهيب مقصود لوبه يو څه تېزه کړه، خو د دوی تر منځ شراکت ډېر نه وو.
د پاکستان بل اميد، آل راونډر شاهد افريدی و چې ډېر کله نه چلېږي، خو له هند سره ښه لوبه کوي او په اسيا جام کې د ده بېټنګ هند مات کړ.
شاهد افريدي ايله اته منډې وکړې او عمر اکمل د پاکستان لپاره تر نورو زياتې، ۳۳ منډې وکړې.
پاکستان په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو پر ۱۳۰ منډې وکړې او هند ته يې د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه.
د پاکستان دوه لوبغاړي په منډه کې وسوځېدل، دوه نور هندي بالر مشرا وسوځول او درې نور يې کېچ اوټ شول.
د کرېکټ کتونکي او مينه وال له هماغه پيل نه په دې باور وو، چې د هند پياوړي بېټنګ لاين ته دا منډې زياتې نه دي او ښايي پرته له ستونزې يې پوره کړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د هند لوبډلې دغه هدف په ۱۹ اوور کې يوازې د دريو لوبغاړو د سوځېدو پر سر پوره کړ.
راينا او کولي چې تر اخره ونه سوځېدل په ترتيب ۳۵ او ۳۶ منډې وکړې.
نن د جنوبي افريقا او سريلانکا او دغه راز د انګلستان او نوي زيلاند ترمنځ لوبه کېږي او د پاکستان راتلونکې لوبه له استراليا سره ده.
لومړی پړاو
د اسيا جام د لومړي پړاو په يوه لوبه کې هالنډ ايرلنډ ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.
ايرلنډ لومړی لوبه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې د څلورو لوبغاړو د سوځېدو پر سر په اوور کې د ۹،۴۵ منډو په اوسط ۱۸۹ منډې وکړې.
کرېکټ پوهانو په لومړي سر کې دا د هالنډ يوې نسبتآ کمزورې لوبډلې لپاره ستر هدف وباله، خو هالنډيانو خپله وړتيا وښووله او دغه هدف يې د څلورو لوبغاړو د سوځېدو پر سره پوره کړ.
هالنډ په اوسط ډول په اوور کې نژدې ۱۴ منډې وکړې او د کرېکټ مينه وال يې ګوته په غاښ کړل.








