کرېکېټ: ایرلنډ زمبابوې ته ماته ورکړه

د عکس سرچینه، AP
د کرېکېټ شل اوریزو لوبو نړېوال جام د لومړي پړاو په درېيمه لوبه کې ایرلنډ زمبابوې ته ماتې ورکړه.
ایرلنډ او زمبابوې د لومړي پړاو په B ګروپ کې دي.
د لوبې پچه ایرلنډ وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
زمبابوې د توپ وهنې پيل ښه نه و او په دويم اوور کې یې لومړی لوبغاړی وسوځېد.
په درېيم نمبر کپتان برېنډن ټېلر لوبې ته راغی او له مساکاتزا سره یې د ۴۵ منډو ملګرتیا وکړه.
زمبابوې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو پر مټ ۱۶۳ منډې جوړې کړې، او ایرلېنډ ته یې د ۱۶۴ منډو لوړ هدف وټاکه.
د زمبابوې په توپ وهونکو کې کپتان برېنډن ټېلر ترټولو ډېرې ۵۹ منډې جوړې کړې.
ایرلنډ له لوري ډاکرېل او مېک براین تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.
ایرلنډ د هدف په تعقيب کې لوبه ښه پېل کړه، او د سر دواړو لوبغاړو ویلیم پورټرفیلډ او سټېرلېنګ یوازې په ۸ اورونو کې په ګډه د ۸۰ منډو ملګرتیا وکړه.
ویلیيم پورټرفيلډ په ۳۱ او سټېرلېنګ له ۶۰ منډو جوړولو وروسته وسوځېدل.
د ایرلنډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د وروستي اوور په وروستي توپ د ۷ لوبغاړو پر مټ پوره کړ او خپله لومړۍ لوبه یې وګټله.
ایرلېنډ اوس دوه نمرې لري او د B ګروپ د سرلوبډله ده.
د لومړي پړاو د الف ګروپ په لوبو کې تېره ورځ بنګله دېش او نېپال خپلې لوبې له افغانستان او هانګ کانګ نه وګټلې.








