یایا توري د افریقا د کال غوره لوبغاړی شو

د عاج ساحل او مانچسټر سیټي لوبغاړی یایا توري افریقا کې د درېیم ځل لپاره غوره لوبغاړی ټاکل شوی. نوموړي ته د نایجریا لاګوس ښار کې د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.
د لاګوس د تېرې شپې په دغو مراسمو کې مصری لوبغاړی اوب تریکه هم د مصر غوره لوبغاړی اعلان شو.
۳۰ کلن توري پر خپل وطندار او د چلسي پر مخکني لوبغاړي دیدیر دروګبا او ترکي ګلاتاسرای او نایجریايي چلسي لوبغاړي جان اوبي میکیل غوره وبلل شو.
په تېرو دوو کلونو کې هم توري د کال د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې وه.
هغه مهال میکل دویم او دروګبا درېیم ټاکل شوي وو.
توري ته <link type="page"><caption> د بي بي سي د ۲۰۱۳ کال د افریقا غوره لوبغاړي</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/sport/2013/12/131203_hh-_bbc_africa_football.shtml" platform="highweb"/></link> جایزه هم ورکړل شوې ده.
د ۲۰۱۳ کال د افریقايي لوبغاړو غوره شوی لوبغاړی وايي چې "باور لرم چې د افریقا د فوټبال لوبډله به پرله پسې توګه مخته ځي، دا زموږ ټولو لپاره ډېره مهمه خبره ده، د یوه افریقايي په توګه زه ورباندې ویاړم".
د افریقا په ګردو هېوادونو کې ددې جایزې لپاره غوره لوبغاړي د ۴۴ کارپوهانو له خوا انتخابېږي.
په غوراوي کې تر ډېره مسلکي مهارتونه، ډله ییزه لوبه، او د روحي کچې ثبات پام کې نیول کېږي.
د دغه لوبغاړي ملاتړو پر انټرنېټ یو بل ته د مبارکۍ پیغامونه لیکلي او استولي دي.
توري وايي: "په ټوله نړۍ کې له هغو هڅوونکو منندوی یم چې تل یې زما ملاتړ کړی، ښکاري چې زموږ کړنې او بریالیتوب د خلکو هیلې ریښتیا کولی شي".








